د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال کې په افغانستان کې دګوزڼ کومه پېښه نه ده ثبت شوې– روغتیایي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایې چې دوی د پولیو ضد کمپاینونو تر منځ واټن نه، بلکه د ناروغۍ د ګواښ کچه په پام کې نیسي.

د روغتیایی مسؤولینو په وینا، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو د چاپیریال د مثبتو سمپلونو شتون د پولیو د لوړ ګواښ په توګه پیژندل شوي، او د مخنیوي لپاره یې د پلان شویو کمپاینونو تر څنګ، فرعي کمپاینونه هم ترسره شوي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په هغو هیوادونو کې چې د پولیو ناروغۍ محوه شوې وې، له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته یواځې څلور تر شپږ دوزه زرقي واکسین ورکول کیږي . “

د نوموړي په وینا، په هغو هیوادونو کې چې لا هم د پولیو ناروغۍ شتون لري، لکه افغانستان او پاکستان، هلته د روغتیایي مرکزونو تر څنګ، په کمپاینونو کې هم له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد خوراکي واکسین ورکول کیږي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”په ځینو سیمو، لکه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې، د چاپیریال د مثبتو سمپلونو د شتون له امله، د پلان شویو کمپاینونو تر څنګ، فرعي کمپاینونه هم ترسره کیږي، چې شمېر یې له ټاکل شویو کمپاینونو څخه اوړي. “

بل پلو، د پلازمینې کابل یو شمېر اوسیدونکې وایي چې د ګوزڼ ضد واکسین موثر دی، او د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کمپاینونو د شمېر زیاتوالی ګټور تمامیږي.

د کابل ښار اوسیدونکي، انور خان، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول، په افغانستان کې د یادې ناروغۍ د پېښو د کمیدو لامل شوی. که چیرې د ګوزڼ ضد کمپاینونه زیات شي، ډیر ژر به یاده ناروغي په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي. “

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغي درملنه نلري، خو د مخنیوي یواځنۍ لار ېې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د دوو څاڅکو واکسین ورکول دي.

XS
SM
MD
LG