د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې د پولیو ضد وروستی کمپاین بریالی و – روغتیایي مسؤولین


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د میدان وردګ ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې په یاد ولایت کې د پولیو ضد وروستی کمپاین بریالی و او د هدف وړ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی.

د روغتیایي مسؤولینو په حواله، د وروستي کمپاین د بریالیتوب تر ټولو مهم لاملونه بشپړ امنیت، د ژمنو کسانو ګمارل او د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی بلل کیږي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر ځرک زیرک، امریکا غږ ته وویل: ”په وروستي کمپاین کې ۱۳۲۴۸۴ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین او ۱۱۶۲۴۰ ماشومانو ته ویټامین (A) تطبیق شو.

د نوموړي په وینا، د وروستي کمپاین د بریالیتوب لاملونه د بشپړ امنیت، د عامې روغتیا ریاست موثره څارنه، د ژمنو کسانو ګمارل او د عامه پوهاوي د کچې د لوړوالي څخه عبارت دي.

بل لوري ته، د میدان وردګ ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم د پولیو ضد وروستی کمپاین بریالی ارزوي، او د روغتیایي مسؤولینو او واکسیناتورانو د هڅو ستاینه کوي.

د میدان وردګ ولایت اوسیدونکی او د پوهنتون استاد، ګل الرحمن احمدي، امریکا غږ ته وویل: ”زه د میدان وردګ ولایت وروستی کمپاین ځکه بریالی بولم، چې د ډاډمن امنیت له امله واکسیناتوران وتوانیدل چې په ټولو ولسوالیو کې پرته له کومې ستونزې ماشومان واکسین کړي.

د نوموړي په وینا، اوس د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې، او خلک د خپلو ماشومان واکسینولو ته چمتو دي. که چیرې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراختیا ومومي، نو نورې مثبتې پایلې به هم له ځانه سره ولري.

د میدان ښار اوسیدونکې، ملیحه، هم یادونه کوي چې د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو پوهاوی زیات شوی، او ګڼ شمېر کورنۍ اوس خپل ماشومان واکسینوي.

نوموړې له روغتیایي چارواکو غواړي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه دې لیرې پرتو سیمو ته هم وغځوي، تر څو په راتلونکي کې هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG