د لاس رسي وړ اتصالات

باسواده میندې د ماشومانو پالنې، روغتیا او واکسینونو ته زیاته پاملرنه کوي


په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۲۰ کال د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق
په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۲۰ کال د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق

روغتیا پالان وایي هغه میندې چې لوست یې کړی د پولیو واکسین په ګټو پوهیږي او له همدې کبله د خپلو اولادونو پالنې، روغتیا او واکسینولو ته زیاته پاملرنه کوي.

یو شمېر مېرمنې او روغتيا پالان د ماشومانو په واکسینولو کې د نالوستو میندو په پرتله د لوستو میندو رول اغیزمن بولي او تینګار کوي چې دوی د نورو میرمنو د ذهنونو د خلاصولو مسؤولیت هم پر غاړه لري.

د دوی په وینا، لوستې میرمنې د ټولنې مهمه برخه ده او دوی کولی شې د خپلو اولادونو د پالنې تر څنګ ګڼ شمېر نورې میرمنې د پولیو واکسین په ګټو وپوهوي او هغوی وهڅوی چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکې، فاطمه پدې هکله وایي: " لوستې میندې تل خپل اولادونه واکسینوي او هغوی ته لارښوونه کوي چې خپلې روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي."

د ننګرهار بله اوسیدونکې، هیله بیا وایي: " ټولې میندې باید خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو له ګوزڼ څخه خوندي پاتې شي، چې پدې کار کې د لوستو میندو رول د نالوستو میندو په پرتله اغیزناک دی."

یو شمېر ښځینه واکسیناتورانې چې د واکسین په کمپاینونو کې ېې برخه اخیستې هم دا مني چې نالوستې مېرمنې د خپلو ماشومانو واکسین ته چندان پاملرنه نه کوي او ځینې ېې د پولیو واکسین پر وړاندې د ناسمو تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راغلي.

د ننګرهار ولایت یو تن واکسیناتورې سیما امریکا غږ ته وویل: " لوستې مېرمنې د واکسین په ګټو پوهیږي او نالوستې مېرمنې د ناوړه تبلیغاتو له امله د خپلو ماشومانو واکسین ته زړه نه ښه کوي."

د یاد ولایت بله واکسیناتوره غرڅۍ بیا وایي: " لوستې میندې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې هیڅ ستونزه نلري، ځکه دوی د واکسین په ارزښت پوهیږي او باوري دي چې ماشومان ېې له معلولیت څخه ژغوري."

په افغاني ټولنه کې د ښځو د زده کړې پر وړاندې پرتو خنډونو ته په کتو سره، که چیرې لوستې مېرمنې د پولیو واکسین په اړه نالوستو مېرمنو ته لارښوونه وکړي، ګڼ شمېر ماشومان به له معلولیت څخه په امان پاتې شي.

XS
SM
MD
LG