د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د ګوزڼ دویمه پېښه هم ثبت شوه


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یو بل څلور کلن ماشوم هم په ګوزڼ اخته شوی او دا په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د ګوزڼ دوهمه پېښه بلل کیږي.

د یونیسف د عامه اړیکو مسؤول، کمال شاه سید امریکا غږ سره په خبرو کې د پېښې پخلی کوي او وایي په یاده سیمه کې د پولیو ناروغي له ورځې بلې په خپرېدو ده.

د نوموړي په خبره، کوت او بټي کوټ دواړو ولسوالیو کې د پولیو ګواښ لوړ دی او زیات شمېر ماشومان د کورنیو د نه پام لرنې له امله د ګواښ سره مخ دي.

ښاغلي کمال شاه امریکا غږ ته وویل: "متاسفانه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د پولیو دویمه پېښه هم ثبت شوه. کوټ ولسوالۍ یو له هغو سیمو ده چې هلته د پولیو ناروغۍ ویروس شتون لري او تر دې وړاندې یې د چاپېریال نمونې هم مثبتې موندل شوې وې."

ښاغلی کمال شاه راتلونکي کمپاینونه د کورنیو لپاره یو فرصت بولي او له هغو غواړي چې خپل ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي په سم ډول او پر وخت سره واکسین کړي، ځکه دا یوه ویروسي ناروغي ده او له یوې سیمې بلې ته یې د انتقال خطر ډېر دی.

کابل کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او په ننګرهار کې سیمه ایزو مسؤولینو یاده پېښه لا نه ده تاييد کړې.

د کوټ او بټي کوټ ولسوالیو اوسېدوونکي له مسؤولینو غواړي څو دغه دوه ولسوالۍ د جدي څار لاندې ونیسي او خلکو ته یې عامه پوهاوی ورکړي. دوی په کورنیو هم غږ کوي چې خپل ماشومان دې د پولیو پر ضد د واکسین په هره دوره کې واکسین کړي څو خپل او د نورې ټولنې ماشومان د دې ناوړه او مرګونې ناروغۍ نه وژغوري.

په ننګرهار کې د پولیو دوهمه پېښه داسې مهال مثبته ثبته شوې چې همدا مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د پولیو واکسین څلور ورځینې کمپاین روان دی .

د مسؤولینو په خبره چې په دغه کمپاین کې به ټول هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم وي.

XS
SM
MD
LG