د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار ختیځ کمپلیکس روغتون کې هره میاشت د سلګونو معلولینو درملنه کیږي


د ختیځ کمپلیکس روغتون کارکوونکي د پولیو ناروغانو سره د مرستې په حال کې
د ختیځ کمپلیکس روغتون کارکوونکي د پولیو ناروغانو سره د مرستې په حال کې

د ننګرهار ولایت ختیځ کمپلکس هغه روغتون دی چې هره میاشت پکې د پولیو ناروغانو په ګډون د سلګونو معلولینو درملنه کیږي.

د ننګرهار ولایت ختیځ کمپلکس روغتون چې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې په مالې لګښت جوړ شوي، هره میاشت ورته شاوخوا ۵۰۰ تنه معلولین د درملنې لپاره مراجعه کوي، چې په کې د پولیو معلولین هم شامل دي.

په یاد روغتون کې د روغتیایي خدمتونو تر څنګ د معلولینو لپاره د بیارغونې خدمتونه لکه حرفوي زده‌کړې او د کاري فرصتونو برابرول هم وړاندې کیږي.

زرتاب او ذبیح‌الله چې دواړه په ماشومتوب کې د پولیو واکسین د نه کولو له امله معلول شوي، په ختیځ کمپلکس روغتون کې ېې درملنه ترسره شوې او اوس په همدې روغتون کې د نورو معلولینو په فزیکي بیارغونه بوخت دي.

ښاغلي ذبیح‌الله امریکا غږ ته وویل: ”زما مور وایې چې زما د ماشومتوب په دوره کې معمولا لرې پرتو سیمو ته واکسین نه رسیده او یواځې ښاري سیمو کې ماشومانو ته واکسین کیده، نو ځکه زه په ګوزڼ او معلولیت اخته شوم.“

د ښاغلی ذبیح‌الله په وینا، دی ځکه د پولیو په ناروغۍ اخته شوی چې کورنۍ ېې په پاکستان کی د مهاجرت سختې شیبې تیرولې او دی د پولیو واکسین له څاڅکو محروم شوی.

زرتاب چې د پنځو ماشومانو مور ده او په ختیځ کمپلکس روغتون کې د فزیوتراپستې په توګه دنده ترسره کوي، د معلولینو په وړاندې د ټولنې د وګړو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي او وایي چې کله چې د ټولنې د یو شمېر خلکو له لوري د معلولینو سپکاوی کیږي، خورا زیاته خواشینې کیږي.

اغلې زرتاب زیاته کړه، کله به چې ښوونځي ته تله له زیاتو ستونزو سره به مخ وه او خلکو به په ناوړه الفاظو یادوله.

روغتیایي کارپوهان وایي معلولیت لرونکي کسان هم د سالم ژوند کولو هیله او حق لري. دوی هڅه کوي چې د معلولیت سربیره د ژوند له ناخوالو او ستونزو سره مبارزه وکړي، نو خلک باید له دوی سره مرسته وکړي او په وړاندې یې له سپکاوي ډک چلند ونکړي.

XS
SM
MD
LG