د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په ۹ ولسوالیو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شو


د کندهار روغتیايي مسئولین وايې چې تر یو کال ځنډ وروسته يې د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې د پوليو پرضد واکسین عملي کړی.

سره له دې چې د واکسین د عملي کولو په برخه کې روغتیايي مسئولینو خپلي تګلاري ته تغیر ور کړی خو لاهم پدې ولایت کې تر سل زره زیات ماشومان د پوليو له واکسین څخه محروم پاته دي.

په کندهار کې ۵۵۷ زره تر پنځو کالو د ټيټ عمر لرونکې ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوی خو چارواکې وايې د پرلپسې هڅو سره سره بیاهم ندي توانیدلي چې ټول ماشومانو د ګوزڼ پرضد واکسین کړي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالشکور نصرت له اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې په تیرو درو اونیو کې يې د کندهار د ۹ ولسوالیو زر ګونه ماشومانو ته واکسین تطبیق کړی چي په ځینو ولسوالیو کې يې فیصدي پنځوس ته رسیږي.

ښاغلي نصرت همدراهنګه وویل چې له ولسوالیو څخه د واکسین د څارونکو ټیمونو تر را ټولیدو وروسته به د ستونزو لپاره نوي حل لاري په ګوته کړي.

" هغه ساحې چې کور په کور پروګرام وو هلته خپل هدف ته رسیدلي یو خو هغه سیمه چې کوټه په کوټه چې کوم هدف وو هلته له ۸۰ څخه تر ۴۰ فیصده ماشومان واکسین شوي چې لاهم هغه څه چې غواړو نه مو دي تر لاسه کړي"

د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د واکسین د عملي کولو د ډول په اړه، د دولت د وسله والو مخالفینو د سیمه ییزو قومندانانو د مخالفت په وجه له تیر یوه کال راهیسې واکسین نه وو عملي شوی.

درې اوونۍ وړاندې د عامي روغتیا وزارت خبر ور کړ چې د کندهار په نا امنه ولسوالیو کې به د کور په کور واکسین پر ځای د کلیو په منځ کې ماشومانو ته د را ټولیدو نوي ځایونه وټاکي.

" ځيني ولسوالی دي چې خاکریز او شاه ولیکوټ يې یادولای شو هلته پلان لرو چې د پيچکاری له لاري هم واکسین عملي کړو چې اغېز يې تر څاڅکو زیات دی"

بلي خواته د کندهار د ولسوالیو اوسیدونکې وايې چې دوی د واکسین د روغتيايي ګټو په اړه پوهه تر لاسه کړې او د واکسین له رضاکارانو سره د اړتیا پر وخت مرسته کوي.

دوی وايې هڅه کوي چې هغه خلګ هم د واکسین په ګټو خبر کړي چې لاهم خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

خیرالدین او نور محمد د کندهار اوسیدونکې داسي وايې "واکسین د هر مرض لپاره ښه دی او واکسین باید هري سیمي ته ورسول شي او خلګ يې باید کمک وکړي علماوو هم فتوا ور کړې چې واکسین د ماشومانو د ژوند لپاره مهم دی"

په ۲۰۱۸ کالکې په افغانستان کې د پوليو د ټولو پیښې شمیر ۲۱ و چې ۱۵ يې په جنوبي ولایتونو کې دي. کندهار د پوليو د ۹ پیښو په درلودلو سره د ټولو ولایتونو په سرکې راځي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG