د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په یوه ولسوالۍ کې د واکسین مخه نیول شوې

که څه هم د پولیو وروستي کمپاین په لړ کې د فراه په مرکز او ۹ ولسوالیو کې نږدې دوه سوه زره تر پنځو کلنو ښکتهماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین شول، خو ددې ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د پولیو واکسین مخه نیول شوې ده.

د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي، پدې ورستیو کې د پشترود په والسوالۍ کې جګړو زور اخیستۍ، نو د همدې نا امنیو او د وسله والو طالبانو لخوا کور په کور د واکسناتورانو د ګرځیدو مخنیوي له امله د پولیو واکسین د تطبیق مخه نیول شوې ده.

هغه وویل"د پشت رود په ولسوالې کې د امنیتې ګواښونو له امله چې اوس هلته جنګې عملیات روان دي او بل دا چې طالبان واکسیناتوران نه پریږدي چې کور په کور ماشومان واکسین ګړي، نو د همدې ستونزو پر بنسټ د پولیو واکسین مخه نیول شوي ده".

د فراه د پشترود ولسوال غوث الدین خان هم په نوموړې ولسوالۍ کې د پولیو واکسین مخنیوۍ منې، خو وایي, وسله وال طالبان هم د پشترود په ولسوالۍ کې د پولیو واکسین سره کومه خاصه ستونزه نلري او زیاتوي، د ځینې ستونزو له امله د پولیو واکسین کمپاین مخه نیول شوي ده.

غوث وا الدین خان زیاتوي، چې ستونزه به ژر به د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل شي.

ده وویل"طالبان وایي، واکسیناتوران دي په جوماتونو کې کینې تر څو خلګ خپل ماشومان ورته د واکسین کولو لپاره راوړي او کور په کور دې نه ګرځي، خو سیمه ایز روغتیایي چاواکي بیا وایي، ددې لپاره چې ټولو ماشومانو ته واکسین په سمه توګه ورسیږي، اړینه ده چې واکسین کوونکي کور په کور وګرځي. خو موږ د ستونزو د حل کولو په لټه کې یو".

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د پولیو واکسین مخنیوي د دې ولایت مدنې فعالین سخت اندیښمن کړي دي.

د فراه ولایت یو تن مدنې فعال عبدالرحمن ژوندی وایي، پولیو واکسین یواځې د ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې د وړو ماشومانو ژغورلو لپاره دی، د ا پروګرامنباید د دولت او یا هم وسله والو طالبانو لخوا سیاسي شي.

هغه وویل"ستونزه د پشترود لسوالۍ د دولت وسله والو مخالفانو او دولت مشرانو تر منځ ده، خو زموږ هیله داده چې ستونزه ډیر ژر حل کړای شي، ځکه د پولیو واکسین د ماشومانو د ژوغورني لپاره یو ټولیزه موضوع ده او کومه سیاسي رنګ نلري، او هڅه باید وشي چې پولیو واکسین سیاسي نه شي".

د عامې روغتیا چارواکو په وینا دا ځل د فراه په نورو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو لخوا د ګوزڼ لهواکسین سره کوم خاص مخالفت نه دی ښودل شوی.

​
XS
SM
MD
LG