د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق شوی


کندز کې د دولت وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د پولیو واکسین ته اجازه ورکړل شوې ده.
کندز کې د دولت وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د پولیو واکسین ته اجازه ورکړل شوې ده.

په تیرو دوه کالو کې د کندز په مختلفو سیمو کې، د پولیو واکسین کمپاینونو ته اجازه نه ورکول کیده، خو له هغي وروسته چې په دشت ارچي کې یوه ماشومه په پولیو اخته شوه، د دغه ولایت په ټولو هغو سیمو کې، چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي، پولیو واکسین ته اجازه ورکړل شوې ده.

د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، له هغه وخته چې، دوي ته په کلیو کې د پولیو واکسین اجازه ورکړل شوې، له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي او د دولت مخالفو ډلو هم د کليو خلکو ته ویلي، چې له صحي کارکونکو سرهباید مرسته وکړي.

هغه وایي "په هغو سیمو کې چې د جنګ له امله واکسین بند شوي وو اوس کمپاین په ټول ولایت کې تطبیقیږي او له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي، خو د جګړې پر وخت بیا صحي کارکوونکیو ته اجازه نه ورکول کیږي ځکه چې جګړه روانه وي، او طالبانو هم د کلیو خلکو ته ویلي چې باید له صحي ډلو سره مرسته وکړي او خپل اولادونه واکسن کړي. "

د کندز یو عام اوسیدونکی اسلم خان وايي، پخوا د کندز په کلیو او هغو سیمو کې چې د دولت تر ولکې وتلې وې، ماشومانو تهد پولیو واکسین نه ورکول کیدل اوخلکو ته هم اندیښنه وه، چې د پولیو یا ګوزڼ مرض عام نه شي.

هغه وایي "پخوا به د پولیو واکسین یوازې په ښار کې تطبیقیدل، او له هغه وخته چې طالبانو واکسین ته اجازه ورکړې، او که د واکسین کمپاینونه همداسې جریان ولري نو کیدای شي په لنډه موده کې له کندوز څخه د پولیو یا ګوزڼ مرض له منځه لاړ شي. "

روغتیایي مسولین په دې فکر وو، چې په کندز کې له ۲۰۱۱ میلادی کال راپه دیخوا د پولیو کومه پیښه نه ده موندل شوې، نو کیدای شي چې په دغه ولایت کې نور د پولیو ویروس له منځه تللی وي.

خو کله چې، درې میاشتې وړاندې په دشت ارچي کې، یوه ماشومه په پولیو اخته شوه، یو ځل بیا خلک اندیښمن شول او د دغه ویروس د مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړې.

د کندوز یو تن ډاکټر محبي وايي، د پولیو مرض مشخصه تداوي نه لري او کورنۍ کولای شي خپل اولادونه وقایه کړي.

هغه وايي "پولیو علاج نه لري، کله چې یو ماشوم پرې اخته شو، او فلج چې رامنځ ته کیږي، هغه تداوي نه لري، مګر ښه لار یې داده چې ماشومان د واکسین په ذریعه وقایه شي. "

روغتیایي مسوولین وايي، په کندز کې د پولیو د له منځه وړلو په خاطر او له دغه مرض سره د جدي مبارزې لپاره، ماشومانو ته له پولیو یا ګوزڼ څخه د ساتنې په موخه زرقي واکسین هم تطبیق شول، چې د پولیو د ویروس په له منځه وړلو کې اغیزمن رول لري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG