د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په برمل او ګومل ولسوالیو کې د پولیو واکسین تطبیق ځنډیدلی


د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګومل او برمل ولسوالیو کې د پولیو واکسین ځنډیدلی دی.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګومل او برمل ولسوالیو کې د پولیو واکسین ځنډیدلی دی.

د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د پولیو واکسین د نه تطبیق خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره پر پوله پرته برمل ولسوالۍ کې له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې واکسین نه دی تطبیق شوی.

برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دهچې په تېر ۲۰۱۶ مېلادي کې د هیواد په کچهپکې د پولیو تر ټولو ډیرې مثبتې پېښي ثبت شوې دي.

څه موده وړاندې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو په برمل کې د ستونزې د حل خبر هم ورکړی و، خو په سیمه کې د قومي ستونزو او ناسمې همغږۍ له کبله لا هم په برمل کې د پولیو واکسین ته د تطبیق اجازه نه ده ورکړل شوې.

په پکتیکا کې د عامې روغتیا وزارت له لوري په صحي چارو کې د ایمرجنسي څانګې استازی محمد نور وایې، په برمل کې ستونزه د حل کېدو په حال کې ده او شاوخوا نوي فیصده ماشومانو ته به په راتلونکې کمپاین کې واکسین تطبیق شي.

هغه وویل "په ګومل کې له څلورو حصو څخه په دریو حصو کې د بعضي غلطو انګېزو او سوی تفاهم خلکو ته سوالونه پیدا شوي وو او ۷۵٪ خلکو له پولیو واکسین سره مخالفت وښود، چې په دې ورځو کې دوی د قناعت په درشل کې دي."

بل خوا د برمل ولسوالۍ یو تن مدني فعال پاینده خان وزیري وایي چې په برمل کې د پولیو ضد کمپاینونه د شخصي غرضونو ښکار شوي او له مسؤلینو غواړي چې د واکسین له ټیمونو څخه دې جدي څارنه وکړي.

هغه وایي "دا مشکل چې حل کیږي باید قومي جوړ جاړی وشي، ځکه دا مخالفتونه په دې اساس راپورته شوي دي چې یو قوم وایې چې ستا کس به زما طرف ته نه راځي او بل وایې ستا کس به زما طرف ته نه راځي."

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمد آصف بیا وایي چې په برمل کې د صحي رضاکارانو شمیر کم دی او نه شي کولای د برمل ټولو ساحو ته واکسین ورسوي.

نوموړی ووایي "برمل ولسوالۍ د نورو ولسوالیو په پرتله یوه لویه ولسوالۍ ده، څومره چې د واکسیناتورانو ضرورت دی هغومره شتون نه لري، او بل دا چې په دې والسوالۍ کې د نورو سیمو کسان کار کوي چې په برمل کې بلد نه دي."

په افغانستان کې د بیسوادۍ لوړه کچه، د پولیو د واکسین په اړه غلطې انګېزې او د امنیت نه شتون هغه څه دي چې ډیری وخت یې د واکسین د تطبیق مخه ډب کړې، خو روغتیایي مسؤلین وايي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو په ترسره کولو به په دغه هیواد کې د پولیو واکسین عام او بې ضرره ثابت کړي.

XS
SM
MD
LG