د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې ماشومانو ته د واکسین سره د ګیډې د چینجي ګولۍ ورکول


مسوولین وایي چې د کندز ولایت په ټولو سیمو کې واکسین تطبیق شوی دی
مسوولین وایي چې د کندز ولایت په ټولو سیمو کې واکسین تطبیق شوی دی

په کندز ولایت کې روغتیايي مسولین وايي، د پولیو په تېرو دوه ملي کمپاینونو کې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې ماشومانو ته د پیچکارۍ او څاڅکو واکسین تطبیق شوي، حتی هغو سیمو چې د دولت تر ولکې لاندې نه وې هلته هم د واکسین کمپاینونه تر سره شوي دي.

د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، د کندز په ټولو لرې پرتو کلیو کې پرته له کومې ستونزې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسیدلی دی.

هغه زیاتوي، دوي پلان درلوده چې د دغه کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د ګیډې د چینجي ګولۍ هم ورکړي خو په هغو سیمو کې اجازه ورنه کړل شوه چې د دولت له کنټرول څخهوتلي دي.

هغه وایي"د پولیو په روان کمپاین کې په هغو سیمو کې د دولت تر تصرف لاندې دي ماشومانو ته د پولیو د واکسین تر څنګ د ګیډې د چینجیو د له منځه وړلو ګولۍ هم ورکول کیږي، طالبانو دغه ګولۍ منع کړي دي. اوس مهال په دریو ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو د واکسین تر څنګ د چینجیو ګولۍ هم ورکول کیږي".

په کندز کې د پولیو د مخنیوي دویم کمپاین دی چې د دولت تر کنټرول پرته په نورو سیمو کې تطبیق کیږي.

د سیمې خلک وايي چې دوي د ټولو هغو کارونو ستاینه کوي چې ګټه یې خلکو ته رسیږي.

د کندز د چاردرې ولسوالۍ اوسیدونکی اکرام الله وايي، ماشومان یې د ګیدې د چنجې ګولیو ته اړتیا لري، خو د دولت مخالفو وسله والو د دوي په کلي کې اجازه ور نکړه چې ماشومانو ته د ګیډې د چینجي ګولۍ ورکړي.

هغه وویل "د پولیو له واکسین سره ماشومانو ته د ګیډې د چینجیو د له منځه وړلو ګولۍ هم ورکول کیږي، خو په ځینو سیمو کې دغه ګولۍ ماشومانو ته نه ورکول کیږي او طالبانو یې مخالفت کړی، مونږ هم د ځینو ستونزو له امله څه نه شو ویلی".

د کندز یو تن ډاکټر عزت الله صدیقي وايي، هر ماشوم چې عمر یې تر شپږو میاشتو پورې وي ضرورت لري چې د ګیډې د چینجیو د له منځه وړلو ګولۍ وخوري، ځکه د ګیډې چینجې د ماشومانو د کمزورۍ او کم خونۍ سبب کیږي.

هغه وویل"د چینجیو دله منځه وړلو دغه ګولۍ ماشومانو ته ورکول کیږي، او د پولیو په هره پسرلنۍ دوره کې دغه ګولۍ ورکول کیږي، چینجي ماشومان کمزوری کوي او کم خوني ورته پیدا کوي، که په ګیډه کې چینجي موجود نه وي ماشوم چاغیږي او صحتمند وي".

په کندز کې د پولیو د مخنیوي د واکسین په هر پسرلني کمپاین کې ماشومانو ته د څاڅکو تر څنګ د ګیډې د چینجیو د له منځه وړلو ګولۍ هم ورکول کیږي، کله کله د واکسین له کمپاین سره د ماشومانو د تقوې لپاره بیلا بیل ویټامینونه هم توصیه کیږي، چې له امله یې د ماشومانو د بدن د ویټامینونو کمبود پوره کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG