د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د فراه په دوه ولسوالیو کې د ګوزن ضد واکسین اجازه ورکړه


د فراه د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په تیر دوه دوره کمپاین کې د دولت وسله والو مخالفانو ځینو ډلو لخوا د فراه په پشترود او خاک‌سفید ولسوالیو کې د پولیو واکسین د تطبیق مخه نیول شوې وه، خویاده ستونزه اوس حل شوې ده.

د فراه د عامې روغتیا رئيس ډاکټر عبدالجبار شایق امریکا غږ آشنا ته وویل په دغو ولسوالیو کې اوس په بیړنۍ توګه د پولیو واکسین کمپاین پیل شوی دی.

هغه وویل "د فراه په پشترود او خاکسفید ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین پر وړاندې یو لړ ستونزو شتون لره، چې له نیکه مرغه د کلیو مشرانو په منځګړیتوب ستونزه حل شوی، او د ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو کمپاین پیل شوی دی".

د فراه د پشترود ولسوال غوث الدین خان وایي، د پولیو واکسین ځکه ځنډول شوی و، چې د وسله والو طالبانو او واکسیناتورانو تر منځ ځینې اختلافات رامنځته شوی، خواوس قومي مشرانو دغه ستونزې حل کړي دي.

ده وویل "قومي مشرانو مو د طالبانو سره کښینول، چې جوماتونه د ځینو کورنیو څخه په لیرې واټن کې دي، او ددې لپاره چې ټول ماشومان واکسین کړای شي، ضروري ده چې واکسیناتوران کور په کور وګرځي. طالبانو د قومې مشرانو وړاندیز قبول کړ، او ستونزه حل شوه".

په همدې حال د فراه ولایت مدنې فعالان د فلج ناروغۍ مخنیوې یواځنۍ درمل د ګوزڼ واکسین بولي.

په فراه کې مدنې فعال عبدالرحمن ژوندۍ وایي، پولیو واکسین د ماشومانو د ژغورني لپاره په نړیواله ګچه د پرمخ تللو هېوادونو ډاکټرانو لخوا جوړ شوې دی.

ښاغلی ژوندۍ زیاتوي، پولیو واکسین د نړۍ لویو دیني عالمانو لخوا هم حلال بلل شوی، چې باید هرو مرو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته ورکړل شي.

هغه وویل "د پولیو واکسین سره باید ټولنیزه همکاري وشي، یانې ادینه ده چې ټول د واکسین کوونکو سره همکارې وکړو، تر څو زموږ ماشومان واکسین کړای شي. ځکه دا د ټولو ماشومانو د ژغورني، لپاره دي، که طالبانو ماشومان وی، او یا هم د حکومتي چارواکو او عامو وګړو ماشومان".

باید وویل شي چې اوس تر ډیره د فراه په نا امنه ولسوالیو کې عام وګړي هم د ګوزڼ واکسین په ګټه پوهېدلي او هڅه کوي چې ماشومان یې د فلج ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

XS
SM
MD
LG