د لاس رسي وړ اتصالات

کندهارکې له واکسین سره د خلکو همکاري اړینه ده


روغتیایي چارواکي وایي، د دولت د وسله والو مخالفینو د ځينو سیمه ييزو قومندانانو له لوري د واکسین کمپاین پر وړاندي د پرتو خنډونو له امله لاهم په کندهار کې ۱۳ زره ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا ، په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د پوليو کمپاین له روان حالت څخه د لیدنې پر مهال وويل، چې په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ روان حالت ډير د اندېښنې وړ دی.

ډاکټر بخلا د سیمې له ټولو کورنیو وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د وقايې په برخه کې د واکسین له ټيمونو سره مرسته وکړي.

ده وويل"د کندهار پنځه ولسوالۍ د پوليو تر لوړ خطر لاندي دي. موږ ټول چمتوالی لرو خلک هم باید پدې کې مرسته وکړي، کندهار ته له پاکستان څخه هم تګ راتګ زیات دی او د پوليو ناروغۍ مخه یوازې موږ نشو نیولای تر هغې چې خلک مرسته ونکړي".

په ورته وخت کې ځايي چارواکي هم په سیمه کېځينې مخالفتونه د پوليو واکسین د کمپاینونو پر وړاندېخنډ بولي.

د شاه ولیکوټ ولسوال عبدالغني وايې، که د کمپاین پر مهال له دوی سره دا ستونزه پروخت شریکه شي نو دوی يې مخ نیوی کولی شي.

ده زیاته کړه" په صحرا کې څه مشکلات وي، قومي خبري هم راځي د مقرریو پر وخت هم جنجال راځي په کومو سیمو کې چې واکسین مخکې بند وو هلته هم شخصي غوښتنې وې، خو د خلکو په همکارۍ اوس په هغو بندو ساحو کې هم کمپاین عملي کیږي او کومه ستونزه نلرو".

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د ګوزڼ د زیاتو پېښو له کبله اندېښنه لري، اوس کلي په کلي ګرځي او کورنۍ هڅوي، چې خپلو ماشومان د ګوزڼ پرضد واکسین کړي.

هغه وویل" خلک اندېښنه لري او موږ هم دا دی خپل ماشومان واکسین ته را وستلي، کلیو ته ځو له خپلو خلکو سره خبري کوو او پدې اړه ورته وایو چې که ماشومان واکسین نشي زموږ ټول ماشومان به له لوی خطر سره مخ وي. اوس د خلکو ذهنیت تغیر کړی او همکاره شوي".

د روان عیسوي کال په جنورۍ میاشت کېپه کندهار کې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۲ مثبت پېښې ثبت شوي چې یوه په شاه ولیکوټ او دویمه يې په بولدک ولسوالي ده.

تېر کال هم په شاه ولیکوټ کې د پوليو ۵ پېښي ثبت شوې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG