د لاس رسي وړ اتصالات

 کندز کې له واکسینه پاتې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شول


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د کندز ولایت په ملرغي کلي کې هغه درې سوه ماشومانو ته یې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین تطبیق کړي، چې له تېر یو کال هیسې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا پر واکسین بندیز لګول شوی و.

په کندز کې د نړیوال روغتیایې سازمان ولایتي مسول ډاکټر عبدالکریم باجوړی وايي، د ملرغي په سیمه کې شری ګډ شوی و چې له امله یې دوه ماشومان مړه شول، له هغه وروسته د کلي خلکو او سپین ږیرو په خپله غوښتنه وکړه چې باید ماشومان یې پولیو ضد واکسین شي.

هغه وویل"مونږ له محلي خلکو سره خبرې وکړې او په دغه سیمه کې شری پیدا شوی و، دوه واقعې یې فوتي هم درلودې، نو خبره مو ورسره وکړه چې باید دلته د پولیو واکسین هم وشي او خبره یې راسره ومنله".

بل خوا د کندز ولایت د کتلوي معافیت مسول ډاکتر غلام جیلاني عطايي وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا په بمبار کې د ځینو ماشومانو له وژل کیدو وروسته خلکو د پولیو رضاکارانو ته ستونزې جوړې کړي، خو د سیمې ماشومان یې د ټولو ستونزو سربیره واکسین شوي دي.

ده وویل"په مرکز او کلیو کې ځینو فامیلونو د پولیو واکسین رد کړي دي، د دشت ارچي په ولسوالۍ کې بمبار منفي اغیز کړی، دوي وايي چې له یوې خوا مو وژنۍ او له بلې خوا راته واکسین راوړئ چې دا مونږ ته د اندیښنې خبره ده".

د کندز یو تن اوسیدونکی عزت الله وايي، د پولیو ویروس د ماشومانو معلولونکې ناروغي ده، که خلک غواړي چې اولادونه یې سالم رالوی شي باید خپلو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړي.

هغه وویل"هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي دوه څاڅکي واکسین نه ورکوي، زمونږ غوښتنه ترې داده چې دوي باید خپل اولادونه له دغه وحشي ویروس څخه وساتي".

په کندز کې له تیر یو کال راهیسې یوازې د ملرغي له کلي پرته په ټولو کلیو کې د پولیو د مخنیوي واکسین تطبیقیدل، خو د پولیو د واکسین په تیرو دوه کمپاینونو کې د ملرغي د کلي ۳۰۰ تنه ماشومان هم هغه وخت واکسین شول، چې په دغه کلي کې شري ناروغۍ را منځته شوې وه.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو ۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي، چې یوه په ننګرهار، دوه په کنړ او څلور نورې په کندهار ولایت کې رامنځته شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG