د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا په ټولو ولسولیو کې د پولیو واکسین تطبیق شوی


د پکتيا روغتيايي مسوولين وايي، چې سږکال يې پدې برخه کې مبارزه ګړندۍ کړې او مياشت تربلې پرمختګ کوي.

جاني خېل د دې ولايت هغه ولسوالي ده، چې تېرکال د جګړو له کبله په کې شاوخوا يوولس زره ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه محروم شوي وو.

خو د پکتيا د عامې روغتيايي رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي، چې هلته يې د قومي مشرانو او نورو ولسي خلکو په همکارۍ د وروستيو کمپاينونو په ترڅ کې ټولو ماشومانو ته دغه واکسين رسولي دي.

هغه وويل "هلته د واکسين پروسه ځنډېدلې وه، هلته چې کله جنګ و موږ ونشوای کولای چې ماشومانو ته واکسين ورسوو خو له هغه وروسته موږ کمپاينونه ترسره کړی او واکسين مو رسولي دي. نو د خلکو په همکارۍ کولای شو چې په ټولو سيمو کې واکسين تطبيق کړو".

د پکتيا اوسېدونکی ښايسته ګل وايي، چې که څه هم په ځينو مواردو کې يو شمېر کورنۍ ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين په ورکړه کې ناغيړي کوي خو په ټوليز ډول خلک د واکسين پراهميت پوهېدلي دي.

هغه وويل"کله چې موږ په کور کې نه يو، نو د کورنۍ غړو ته وايو چې واکسين راشي ماشومانو ته يې ضرور ورکړئ، اوس خلک ډېره همکاري ورسره کوي څو خدای مه کړه ماشومان يې په ناعلاجه ناروغۍ اخته نه شي".

د پکتيا ديني عالم خواجه ديني د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې د صحي کارکوونکو ترڅنګ ټولنه هم مسووله بولي، ځکه د ده په وينا اسلام مبارک دين د ګوزڼ واکسين ته پوره جواز ورکړی دی.

هغه وويل"فلج يا بله ناروغي، چې سړی عمري معيوبوي، د له منځه وړلو لپاره يې د خلکو، دنياوالو او طبيبانو هلې ځلې عبادت دی. الله تعالیج فرمايي، د يوه انسان ژغورل دومره ثواب لري لکه ټول جهان يې چې ژغورلی وي".

د افغانستان د عامې روغتيا وزرات د کتلوي معافيت مسوولين وايي، چې د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاينونو په مخ کې تر ټولو ستره ننګونه ناامنۍ او جنګ جګړې دي.

تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو څلوارلس مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دا ناروغي تداوي نه لري، خو د روغتياپالانو په وينا مخنيوی يې يواځې د ګوزڼ ضد واکسين په وسيله کيدا شي.

XS
SM
MD
LG