د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د کوچیانو لپاره د واکسین ځانګړی کمپاین پیل شو


د پکتیکا ولایت په ټولو هغو سیمو کې چېرته چې کوچیان ژوند کوي، د پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شوی دی.
د پکتیکا ولایت په ټولو هغو سیمو کې چېرته چې کوچیان ژوند کوي، د پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شوی دی.

روغتیایي مسؤلین وايي، (پنځه اویا) رضاکاره ټیمونه یي مؤظف کړي، څو د پکتیکا ولایت په ټولو سیمو کې د کوچیانو شاوخوا څوارلس زره ماشومانو ته، چې له لس کلنۍ څخه ښکته عمر ولري، د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین تطبیق کړي.

د دې ولایت پر ولسوالیو سربیره په مرکزښرنه کې هم زیات شمیر له بېلا بیلو سیمو راکوچېدلي کوچیان ژوند کوي، د کمپاین په پلمه د تتېوالو په سیمه کې د کوچیانو یوې کېږدۍ ته ورغلم، د دوی په کور کې تازه ماشوم زېږېدلئ وو، د کورنۍ غړي یي زیات خوښ برېښېدل، د ماشوم انا بدرۍ په ورین تندي ماشوم واکسین کولو ته راوړ او د رضاکاره ټیمونو د همیشه ورتګ هیله یي کوله.

هغې وویل " واکسین را پسې رسوی په هره میاشت کې، زمونږ حق په نورو مه خورئ او چې نورو ته یي رسوی باید مونږ ته یي هم راوړی."

یو بل تن کوچی امیر خان بیا له رضاکاره ټیمونو څخه ناراضي ښيي او وايي، چې سیمې ته یي واکسیناتوران ورځي، خو د زیاتي بیړي له کبله د ځیني کورونو ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاته کیږي.

هغه وايي "واکسین هر وخت په هره میاشت کې راځي خو دری او پنځه کورونه هر وخت پاته وي."

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر حکیم وايي، د کوچیانو ماشومان د نورو ماشومانو په پرتله د پولیو وایروس پر وړاندې زیات حساس دي او کوښښ کوي چې ټولو کوچیانو ته پر وخت واکسین ورسوي.

هغه وایي "د دې ولایت په کوچیانو کې تر اوسه کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، دوی ته مونږ په هغو لارو کې چې دوی ترې تېرېږي، د واکسین ټیمونه ګمارلي دي تر څو یې ماشومان له واکسین پاتي نه شي."

پکتیکا ولایت له ګاونډي هیواد پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري چې پاکستان ته د کوچیانو لپاره د تګ راتګ لویه لار بلل کیږي.

که څه هم په تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په پکتیکا کې د پولیو ۷ مثبت پېښې ثبت شوي خو تر دې مهاله په کوچیانو کې د کومېپېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG