د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په ۸ ناامنه ولسوالیو کې د پولیو واکسین تطبیق کیږي


په ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونود ملاتړ اداره یا یونیسف وایي، ددې ولایت په یو شمېر نا امنه ولسوالیو کې یې دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو ته د پولیو پرضد دعامه پوهاوي فعالیتونه پیل کړي چې ډېر ګټور تمام شوي دي.

دځوانانو په برخه کې ددې ادارې مطبوعاتي مسؤل قدرت الله شکیب وایي، دوی په هغو ۸ ولسوالیو کې دعامه پوهاوي په برخه کې ښه پر مختګ کړی چې د داعش ډلې او یا وسله والو طالبانو له لوري تر ګواښ لاندې دي.

د شکیب پر وینا د پولیو واکسین له عمومي کمپاین وروسته یو ځانګړی کمپاین هم پرلار اچوي او هغه ماشومان چې د پولیو واکسین په روانکمپاین کې له څاڅکو پاتې کیږي، د یو ځانګړي کمپاین په ترڅ کې به واکسین شي.

هغه وایي "موږ اوس یوه بله پروسه هم لرو چې هغې ته کیچ آپ کمپاین وایو، کله چې زموږ درې ورځنی کمپاین خلاصېږي په څلورمه ورځ زموږ ټیمونه مس ماشومانو پسې ګرځې او دجمعې په ورځ بېرته پرلپسې هغوی واکسینوي، یوبل کمپاین موږ دکچ آپ په نامه لرو چې هغه دیکشنبې، دوشنبې او سې شنبې یعنې بله هفته کې روان سمدستي شروع کېږي او هغه ماشومان چې په دې دور کې له واکسین نه پاتې کېږي په کچ آپ کې بېرته کور کوو".

هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې د واکسین په راتلونکو کمپاینونو کې له واکسین څخه دپاتې شویو ماشومانو شمېر راښکته کړي.

د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست وایي، د پولیو درې ورځني کمپاین چې نن په ټوله ختیځه سیمه کې پیل شوی، په دې دوره کې به څه کم ۸ سوه زره ماشومان د شاوخوا ۴ زره روغتیایي کارکوونکو له خوا واکسین شي.

ددې ادارې مطبوعاتي مسؤل انعام الله سمون یې په تړاو وايي "دننګرهار په ټولو ولسوالیو کې زموږ ټیمونه فعال دي واکسین کوو خو دڅلورو ولسوالیو محدودې سیمې دي چې هلته جنګ دی او اجازه نه ورکوي چې موږ واکسین کړو خو که اجازه راکړي موږ هیڅ ډول ستونزه نه لروخو دامنیتي ستونزو له امله شاوخوا لس زره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي".

خو د ننګرهار دهغو سیمو یو شمېر چې سیمې یې د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي وایي، لا تر اوسه د دوی سیمو ته د پولیو واکسین ټیمونه نه دي ورغلي.

ګل محمد داچین ولسوالۍ دپنډولا سیمې اوسېدونکی دی.

هغه وویل "اوس امن دی، داعش نشته خو ډیره موده وشوه چې دلته واکسیناتوران نه دي راغلي. زمونږ په ګاونډ کې یو شمېر سیموته ورغلي. واکسین ښه شی دی مونږ یې خپلو ماشومانوته غواړو."

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ژمنه کړی چې ددې ولایت په لرې پرتو سیمو کې چې د دولت تر کنټرول لاندې دي، هلته به ډیر ژر د پولیو واکسین کمپاینونه تر سره کړي او له واکسین څخه پاتې ټولو ماشومانو ته بهد پولیو څاڅکي ورسوي.

XS
SM
MD
LG