د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو


د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د یو ماشوم په خوله کې د واکسین د څاڅکو په څڅولو پیل کړ
د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د یو ماشوم په خوله کې د واکسین د څاڅکو په څڅولو پیل کړ
نن یکشنبه ( اپریل ۴) په ټول افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پسرلنی کمپاین پیل شو چې، درې ورځې به روان وي .

کمپاین ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د یوه ماشوم په خوله کې د ګوزڼ ضد واکسین د څاڅکو په څڅولو پیل کړ .

د عامې روغتیا وزارت د پولیو ضد د څانګې د اړیکو مشر ګلاخان ایوب امریکا غږ ته وویل چې په دغه کمپاین کې به ۸.۹ میلیونو هغوو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي.

« د ګوزڼ ضد واکسین پروګرام به په ټول افغانستان کې عملي کیږي او درې ورځې به روان وي، د ګوزڼ ضد واکسین ترڅنګ موږ ماشومانو ته د ویټامین ای کپسول هم ورکوو.»

ښاغلي ایوب وویل دا په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ضد واکسین دویمه او پسرلنۍ دوره ده چې د دغه کال په لومړۍ دوره کې په همدومره شمېر کې ماشومانو په خولو کې د واکسین څاڅکي څڅول شوي و.

نوموړي وویل په افغانستان د ګوزڼ پېښې د تېرو کلونو په پرتله نژدې ۹۵٪ فیصده کمې شوي دي .
د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل او د ګوزڼ ضد د واکسین ځیني نور کارکوونکي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره
د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل او د ګوزڼ ضد د واکسین ځیني نور کارکوونکي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره


« موږ په ۲۰۱۱ کال د پولیو ۸۰ پېښې په ۲۰۱۳ کال کې څوارلس او سږ کال تر دې دمه ۴ پېښې ثبتې کړي دي. دغه وروستۍ پېښې په لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ثبتې شوي دي، هیله مو دا ده چې دغه پېښې صفر ته ورسوو.»

د عامې روغتیا د واکسین د برخې د اړیکو مشر ګلاخان ایوب وايي، په دغو سیمو کې ځکه ماشومان ګوزڼ شوي چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.

پاکستان د ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې لاس او ګریوان دی، پاکستاني طالبان د ګوزڼ ضد پر کمپاین کوونکو بریدونه کوي او یو شمېر یې وژلي هم دي .

دواړو هېوادونو ته د خلکو په تګ راتګ سره دغه ناروغي له یوه هېواد څخه بل ته هم انتقالېدې شي .

په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین پر دغه درې ورځني پروګرام شاوخوا درې اعشاریه څلور میلیونه ډالره لګښت راځي چې د نړیوالو مرستندیو ادارو له لوري ورکول کیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG