د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې له شپږ میاشتو ځنډ وروسته ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وشو


په کندوز کې له شپږو میاشتو وروسته تیره میاشت د پولیو د څاڅکو کمپاین کلینک په کلینک تطبیق شو، خو خلک غوښتنه کوي چې د پولیو کمپاین دې باید کور په کور تطبیق شي.

د کتلوي معافیت مسولینو وویل چې دوی هڅه کوي په کندوز کې ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورسوي. په دغه ولایت کې لا هم د پولیو د واکسین د تطبیق په مخ کې ستونزې شته او چارواکي وايي چې وسله وال طالبان کور په کور د پولیو د څاڅکو د تطبیق اجازه نه ورکوي. خو عام خلک بیا وايي چې د پولیو د واکسینو کمپاین باید کور په کور تطبیق شي.

د کتلوي معافیت مسول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د پولیو د څاڅکو کمپاین په کندوز کې نه دی تطبیق شوی، خو اوس یې کمپاین تطبیق کړ:

"شپږ میاشتې وړاندې په کندوز کې د پولیو کمپاین نه و تطبیق شوی، او د هغو ماشومانو لپاره مو کمیټه جوړه کړه چې کورنۍ یې د پولیو د څاڅکو ورکولو مخنیوی کوي، د کمیټه به له دغو کورنیو سره خبرې کوي او ټول هغه ماشومان چې په شرایطو برابر وي واکسین ورته ورکړل شي."

لس کلن عمیر وايي چې دوی د خپل کور ماشومان کلینک کې واکسین کړل "د پولیو واکسین به پخوا کور په کور ګرځول کیده، خو اوس کورونو ته نه راځي، اوس په کلینکونو کې واکسین کوي، که د څاڅکو واکسین کورونو ته ورسیږي نو خلک به یې خپلو بچیانو ته ورکړي."

دوه کاله وړاندې د کندوز په دشت ارچي کې یوه ماشومه د ګوزن په ناروغۍ اخته شوې وه چې له هغې وروسته د دولت مخالفو ډلو په دشت ارچي کې د پولیو څاڅکو ته کور په کور د تطبیق اجازه ورکړه خو په تیرو شپږو میاشتو کې تیره میاشت د پولیو د څاڅکو کمپاین تطبیق شو.

افغانستان، پاکستان و اوس مالیزیا د نړۍ هغه درې هېوادونه چې د ګوزڼ ويروس په کې پاتې دی. د پوليو ويروس له کبله رامنځته کېدونکی فلج تداوي نه لري، خو د مخنيوي يواځنۍ لاره يې د دې ناروغۍ ضد واکسين دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG