د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې د پولیو ګرځنده ټیمونه


د کونړ په ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي، ددې ولایت په ټولو ولسوالیو، کلیو او درو کې یې د واکسین ګرځنډه ټیمونه ګمارلي، چې هره میاشت څه د پاسه ١٠٠٠٠ ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنوي واکسین رسوي.

د کونړ عامې روغتیا رئیس ډاکټر عزیز ساپي وایي، په لویو لارو کې ګڼ داسې ټیمونه ګمارل شوي دي، چې ماشومانو ته واکسین کوي، په ډېرو سیمو کې وسله والو د واکسین پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو که له دغو نا امنه سیمو نه خلک را وځي او ماشومان ورسره وي، نو حتمآ واکسین کېږي.

ښاغلی ساپی وایي: "که په هر څومره نا امنه سیمه کې اوسېږي، خو چې کورنۍ ښار، بازار او یا غم ښادۍ ته ځي او ماشومان ورسره وي، نو زموږ دغه ټیمونه چې په لویو لارو کې دي، هغوی ورته حتمآ واکسین کوي او دا یوه بریالۍ ستراتيژي ده".

ښاغلی ساپی زیاتوي، دا اوس هر کمپاین تر څلوېښت زره ډېر ماشومان له پولیو ضد واکسین څخه پاتې کېږي، خو د لویو لارو ټیمونو د پاتې کېدونکو ماشومانو کچه کمه کړې ده، چې دا یوه بریالۍ چاره ده.

د کونړ روغتیايي چارواکي زیاتوی چی دوی په قومي کچه هڅې پیل کړې دي، چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

ګڼ شمېر ولسي خلک هم د واکسین پر وړاندې شته خنډونو اندېښمن کړي، خو وايي که په قومي کچه هڅې وشي او د کمپاینونو پر وړاندې شته خنډونه ختم شي، نو ماشومان به یې له یوې خطرناکې ناروغۍ نجات پیدا کړي.

محمد رحیم د کونړ اوسیدونکی داسې وایي: " زه چې له بره درو څخه ګورم، هره ورځ خلک راوځي او ماشومان ورسره وي، نو دلته ورته واکسیناتوران واکسین کوي، چون هلته واکسین نه ور رسېږي خو دلته ورته کېږي، دا یوه ښه چاره ده".

سږ کال د هیواد په کچه ۲۶ تنه ماشومان د پولیو په ویروس اخته شوي دي، چې په دغه ویروس د اخته کیدو علت یې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو پر وخت نه رسیدل ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG