د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي ګوندونه :د بایومټریک له کارونې پرته رایې دې باطلې اعلان شي


په تیرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې ټاکنې د رایې ورکوونکو د لیست پرته ترسره شوي دي.
په تیرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې ټاکنې د رایې ورکوونکو د لیست پرته ترسره شوي دي.

د افغاانستان سیاسي ګوندونو د تلې د ۲۸ مې ورځې د ولسي جرګې په ټاکنو کې بایومټریک سیستم د کارونې په اړه د افغان حکومت او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې هرکلی کړی، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه یې غوښتې، چې د هغو سیمو رایې دې باطلې اعلان کړي، چې په کې د رایو ورکوونکو پیژندګلوي د دغه سیستم په واسطه ونشي.

د ټاکنو د شفافیت لپاره د افغانستان د ۳۵ لویو او کوچنیو ګوندونو او سیاسي جریانونو ائتلاف نن د شنبې په ورځ ( تلې ۱۴ مه) په یوه اعلامیه کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم کارونه د دغو ګوندونو د غوښتنو په برخه کې یو ښه پرمختګ ګڼلی دی، خو د ټاکنو د بهیر د لا رونټیا لپاره یې یو شمیر نور وړاندیزونه هم کړي، چې په کې په هغو سیمو کې، چې انټرنیټ او بریښنا شتون ولري، پر ان لین بڼه د ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه هم شامله ده.

د سیاسي ګوندونو او جریانونو د ائتلاف په اعلامیه کې ، چې نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو سره شریکه شوه ویل شوي" د هیواد په هغو سیمو کې، چې د انټرنیټ او بریښنا اسانتیاوې شتون ولري، ټاکنې دې په ان لین ډول ترسره شي، ځکه، چې په اف لین ډول د تکراري رایو مخنیوی او د باطلو رایو تصفیه په یوه ننګونکي پروسه اوړي".

همداشان په دې اعلامیه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه غوښتل شوي، چې د هغو سیمو رایې دې باطلې اعلان کړي، چې د رایې ورکوونکو پیژندګلوي په کې د بایومټریک سیستم له لارې ونشي.

اعلامیه وايي " بایومټریک پروسه باید په پراخ او ټول شموله توګه عملي شي او په هغو سیمو کې، چې پروسه عملي نه شي د یادو سیمو رایې دې بې اعتباره اعلان شي".

د ټاکنو د شفافیت لپاره د افغانستان د ۳۵ لویو او کوچنیو ګوندونو او سیاسي جریانونو ائتلاف په نورو غوښتنو کې سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو ته په مرکز کې د ډیټا، سرور او نورو تخینکي پروسه څخه د څار حق ورکول،. د تکراري رایو اویا د هغو رايو، چې شمیر یې د بایومټریک دستګاه سره توپیر ولري، د دغسې صندوقونو په پلټنه کې د ګوندونو د استازو او مدني بنسټونو او څاروکوونکو شتون حتمي بللو او هم د رایې ورکوونکي انځور، پیژندپاڼې انځور او دوو ګوتو نښان د بویامټریک پروسې په بنسټ د ټاکنو په ورځ د اصل ګڼلو غوښتنې هم شاملې دي.

سیاسي ګوندونه د ټاکنو له کمیسیون غواړي هغو افغانانو ته دې په ټاکنو کې د ګډون حق ورکړي، چې د افغانستان د تابعیت تذکره ولري او عمرونه یې د ټاکنو د ورکوونکو عمرونو سره برابر وي.

د سیاسي ګوندونو او جریانونو په نورو غوښتنو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د تکراري رایو د مخنیوي په برخه کې د بایومټریک سیستم د موثریت ثابتول او د افغانستان خلکو سره د بهرني شرکت سره د بایومټریک سیستم د دستګاو د رانیولو د ټړون شریکول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG