د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره لاریونونه پیل کړل


د افغانستان یو شمیر سیاسي ګوندونو او مشرانو، یو ځل بیا د ولسي جرګې په ټاکنو کې پر اصلاحاتو او د بایومټریک سیستم له لارې د دغو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار کړی او د خپلو غوښتنو د منلو لپاره یې په کابل کې اعتراضونه پیل کړي دي.

دغو ګوندونو، چې خپل لومړی لاریون یې د چهارشنبې په ورځ (وږي ۷) په کابل ښار کې پیل کړ، خبر داری ورکړی چې د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به د اعتراضونو دا لړۍ ولایتونو ته هم وغځوي.

دغو ګوندونو او سیاسي مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، چې د ۱۳۹۶ کال په وروستیو کې د ولسي جرګې لپاره د نوم‌لیکنې د پروسې د اصلاحاتو په تړاو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه حکومت، ټاکنیزو کمیسیونونو، یوناما او یو شمیر نورو نړیوالو بنسټونو ته سپارلي وو، خو تر اوسه منل شوي نه دي.

اعلامیه کې راغلي "زموږ د ادعا دلیل دا دی چې کمیسیون داسې ټاکنې ترسره کوي چې د ډیرو خلکو رای به پکې ضایع شي. دوهم دا چې په ټاکنو کمیسیون کوم اغیزمن څار او نظارت وجود نلري او دریم دا چې په میلیونونه بې صاحبه او خیالي تذکرې او په میلیونونه کسان چې اصلا وجود نلري په غیر معیاري توګه یې نوملیکنه شوې ده".

دوی وايي، چې د پارلماني ټاکنو په اړه د حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د برنامو او کړنلارو پر بنسټ، رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره کیدلی نه شي.

دغو ګوندونو ویلي دي چې له خپلو غوښتنوڅخه نه په شا کیږي او د مدني حرکتونو له لارې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، دوی د سیاسي ګوندونو ټولې هغه طرحې مني، چې له مخې یې د ټاکنو په چارو کې خنډ او ځنډ رامنځ ته نه شي.

د دغه کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل "دا موږ سیاسي احزابو ته په صراحت ویلي، چې دا د ټاکنو کمیسیون لپاره سره کرښه ده، هر ډول طرح چې زموږ ټایم لاین متاثره کوي او موږ نشو کولی چې د چنګاښ په ۲۸ ټاکنې ترسره کړو او یا د کمیسیون استقلالیت ته زیان رسوي او یا دغه پاتې موده چې ۵۰ ورځې پاتې دي، په دې کې عملي کیږي، موږ ورته ښه راغلاست وایو".

د ټاکنو پر بهیر د ګوندونو څارنه، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو د سیستم بایوميټریک کول او د انتخاباتي نظام بدلون د سیاسي ګوندونو درې مشخصې غوښتنې دي.

خو د ټاکنو کمیسیون وايي، چې په اوس وخت کې د انتخاباتي نظام بدلولو او د بایومټریک سیسټم عملي کولو په اړه د دغو ګوندونو غوښتنې عملي کیدلی نه شي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۸مه ترسره شي.

د ټاکنو کمیسیون د شمیرو له مخې، د دغو ټاکنو لپاره څه باندې ۹ میلیونه رایې ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG