د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د ایران گواښونو ته د ځواب لپاره بروکسیل ته ولاړ


U.S. Secretary of State Mike Pompeo, left, arrives for a meeting with European foreign ministers at the Europa building in Brussels, May 13, 2019.
U.S. Secretary of State Mike Pompeo, left, arrives for a meeting with European foreign ministers at the Europa building in Brussels, May 13, 2019.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې ټاکل شوې و د روسیې سوچي ښار ته ولاړ او له روسي چارواکو سره خبرې وکړي، بروکسیل ته تللي او د ایران په اړه اروپایي چارواکو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورگان اورتگاس خپل تویتر کې لیکلي چې مسکو ته د پمپیو سفر لغوه شوی او هغه به په سوچي ښار کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف سره ملاقات وکړي.

میرمن اورتگاس زیاته کړه چې پمپیو د ایران له خوا د وروستیو گواښونو په اړه د امریکا د اروپایي متحدینو سره د خبرو لپاره بروکسیل ته تللی. اورتگاس وایي ښاغلی پمپیو به د اروپایي متحدینو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي او په منځني ختیځ او ټوله نړۍ کې د متقابلو لوریو د گټو خوندیتوب ډاډ به ورکړي.

ټاکل شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د دوشنبې په ورځ (مې ١٣) مسکو ته تللی وی او په مسکو کې دیره امریکایي سوداگرو سره یې لیدنه کړی وی خو دا سفر ځکه لغوه شو چې پمپیو وشي کړای په بروکسیل کې د اروپایي اتحادیې مشرانو سره وگوري.

د بریتانیې ، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې فدریکا موګیریني سره د ایران او د نړۍ د قدرتونو تر منځ د اټمي تړون د بشپړ خوندیتوب لپاره پر لارو چارو بحث وکړ.

دا بحث وروسته له هغه کېږي چې تېره اونۍ تهران اعلان وکړ که چېرې نړیوال قدرتونه د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د دوی ګټي خوندي نه‌ کړي، نو ایران به هم د ٢٠١٥ میلادي کال د اټومي تړون ځینې ژمنې محدودې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پنټاگون د میزاییلو د دفاع پاټریوټ سیسټم او نورې جنگي بیړۍ د فارس خلیج ته استولي دي. د دې اقدام په غبرگون کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگئي لاوروف پر امریکا غږ کړی چې له تهران سره دې خپله لانجه، د جنگ له لارې نه بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې هواره کړي.

بل پلو په ایران کې د سپاه پاسداران یو قوماندان د پارلمان یوې پټې جلسې ته ویلي چې ایران د یو احتمالي جگړې دپاره تیاری نیولی دی.

د ایران او د متحده ایالاتو تر منځ لانجې وروسته له هغه ډیرې شوې چې امریکا تېرکال د ایران د اټمي تړون څخه چې په ٢٠١٥ میلادي کال کې د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ وشو، ووته او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG