د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه له غني سره خبرې وکړې


د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو او ولسمشر غني په افغانستان کې د جنگ د ختمیدو د پروسې په گړندۍ کولو موافقه کړیده

د امریکا د بهرنو چاور وزارت په یوې تازه خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلي مایک پمپیو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سره په ټیلفون کې خبرې کړیدي او دواړه مشران پدې موافق دي چې په افغانستان کې د جنگ د ختمولو پروسه باید گړندۍ شي.

پمپیو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ په تگلارې کې بدلون ندی راغلی.

دغه اعلامیه زیاتوي چې امریکا په افغانستان کې د عسکرو ( په مشروط ډول) شمیر راکمولو ته ژمن دي.

د یادونې وړ ده چې پرون د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمی خلیلزاد د اشرف غني او عبدالله عبدلله په شمول د ځینو نورو افغان چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او د هغې نه وروسته په یو ټویټ کې ولیکل چې دغه ملاقاتونو کې یې پریکړه کړیده چې اینده خبرې په په افغانستان کې د یو موثر او جامع مذاکراتي ټیم په جوړولو وي.

له بلې خوا په افغانستان کې خونړي بریدونه دوام لري او د جولایي د ٢٥ په ورځ په چاودنو کې په لسگونو کسان وژل او زخمیان شویدي

XS
SM
MD
LG