د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له مکسیکو سره د ولسمشر ټرمپ د موافقې ستاینه او ملاتړ ددې لپاره وکړ چې د کډوالو د بهیر او پرمکسیکو باندې د جزايي گمرکي تعرفو د لگولو مخه ونیول شي.
په همدې توگه مکسیکو له ا مریکا سره په گډه اعلامیه کې پرون وویل دوی به دملی گارد شپږ زره غړي د جنوبی سرحد په اوږدو کې له گواتیمالاسره وگماري. دواړه هېوادونه به دخپلو اقداماتو بریا په ۴٥ ورځو کې وارزوي.
د مکسیکو لپاره ېې گټه داده چی ولسمشر ټرمپ گواښ کړی و چی که مکسیکو په ټینگه د کډوالو د بهیر په مخنیوی کې همکاری ونکړی نو جزايي گمرکي تعرفې به د مکسیکو پر هغو اموالو ولگول شي چې امریکا ته یې صادروي.
د یو مخکیني رپوټ له مخې د مکسیکو او امریکا ترمنځ د ورځې د دوه نیم بیلیونو نه زیات تجارت او راکړه ورکړه روانه ده او تقریبا شپږملیونه کارگران پکې کار کوي.
مکسیکو دامریکا درېیم ستر تجارتي شریکباڼی دی؛ تیرکال ېې له امریکا سره د اموالو څه باندې ٦١١ بیلیونو ډالرو تجارت کړی و.
که دا موافقه نه وای شوی د مکسیکو لپاره ډیر غټ مالي تاوان گڼل کېده. دامریکا لپاره څرگنده ده چی د مکسیکو له همکارۍ نه پرته به دکډوالو ددې بهیر مخنیوی هم ډیر گران بلکه ناممکن وای. په دې موافقه کې ددواړو لپاره ډېرې مالي او سیاسي گټې نغښتې دي.