د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویتنام ته ولاړ او په دې توګه یې ځینو اسیایي هېوادونو ته خپل پیل شوی سفر ختم کړ.
ښاغلي پمپیو اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې هند، سریلانکا، مالدیف او اندونیزیا ته ولاړ او هلته یې نړۍ ته د چین له لوري د ورپېښ امنیتي ګواښ په مخنیوي ټېنګار وکړ.
ویتنام هم هغه هېواد دی چې د چین له لوري د مخ پر زیاتېدونکيامنیتي ګواښونو له کبله اندېښمن دی.
ښاغلي پمپیو د ویتنام د صدراعظم نګوین شوان پوګ سره تر ملاقات مخکې وویل: «موږ غواړو ګډ کار روان وساتو، خپلې اړیکې غښتلې کړو او سیمه (جنوب ختیځ اسیا، اسیا او د هند اقیانوس) امن او خوندي کړو.»
د ویتنام صدراعظم بیا وویل چې هېواد یې د سیمې د امنیت، پرمختګ، تجارت او پانګونې لپاره «مخلصانه همکاري» غواړي.
ښاغلي پمپیو سره له دې چې د چین نوم وانخیست خو د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه یې وهڅول چې د هغه هېواد ناوړه عمل په وړاندې ودریږي او له دولتي شرکتونو سره یې شوي تړونونه بیا وارزوي.
ښاغلي پمپیو په سریلانکا کې په خپلو خبرو کې وویل چې د چین کمونست ګوند لکه « ښکاري- درنده» فعالیت کوي.
نوموړي په هند کې بیا په خپلو خبرو کې د چین له لوري د سیمې امنیت او ازادۍ ته د ورپېښ ګواښ په وړاندې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
خو د چین چارواکو ویلي دي چې امریکا باید پاروونکي تورونه او بریدونه بند کړي.
د ویتنام لویه اندېښنه په جنوب سمندر کې د چین د مالکیت ادعا ده.