د لاس رسي وړ اتصالات

د کوریا ټاپو وزمه او تازه شخړې؛ د پیوستون وزیر استعفا وکړه


وزیر کیم یون چول له هغه وروسته استعفا وکړه چې شمالي کوریا د پیوستون څانګه په بمونو والوځوله
وزیر کیم یون چول له هغه وروسته استعفا وکړه چې شمالي کوریا د پیوستون څانګه په بمونو والوځوله

د جنوبي کوریا د پیوستون او یووالي د څانګې وزیر کیم یون چول د جمعې په ورځ جون ۱۹(غبرګولي۳۰) له خپلې دندې استعفا وکړه.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای اون هم وار له واره د خپل دغه وزیر استعفا ومنله.

د جنوبي کوریا د پیوستون وزیر له هغه وروسته استعفا وکړه چې د سه شنبې په ورځ شمالي کوریا په خپل سرحد کې د دغه وزارت څانګه او ودانۍ په بمونو والوځوله.

د شمالي کوریا په ضد د جنوبي کوریا تبلیغاتي پاڼو او د سرحد په اوږدو کې د جنوبي کوریا مرستو شمالي کوریا پارولې وه او بلاخره یې دا ودانۍ والوځوله.

وزیر کیم یون چول د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له خپلې دندې استعفا کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د تازه شخړو مسولیت یې هم ومانه.

دغه وزیر د ۲۰۱۹ د اپریل له میاشتې راهېسې دنده پیل کړې وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پیوستون هلې ځلې کولې.

د جنوبي کوریا جمهوري ریاست د هغه د استعفا په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د شمالي کوریا او جنوبي کوریا اړیکي له هغه وروسته نور هم خراب شول چې څو میاشتې مخکې په ویتنام کې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ غونډې نتیجه ورنکړه.

XS
SM
MD
LG