د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بینیدیک د مسیحي اختر په مناسبت وینا وکړه


پاپ بینیدیک د مسیحي اختر په مناسبت وینا وکړه
پاپ بینیدیک د مسیحي اختر په مناسبت وینا وکړه

په داسي حال کې چې د نړۍ عیسویان د حضرت عیسی (ع) زیږیدنه لمانځي چې څه باندي ۲۰۰۰ کاله مخکي دې نړۍ ته راغلی و، د عیسویانو مشر پاپ بینیدیک د مسیحي اختر په مناسبت په سوریې کې د وینه توینې او تشدد د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

پاپ بینیدک په خپلې وینا کې نن د یکشنبې په ورځ د آسیا د سیلاب قربانیانو ته او دغه راز د افریقا د ښکر سیمې په زرګونو خلګو ته چې د لوږې سره مخامخ دي دعا وکړه.

پاپ بینیدیک دغه راز هیله څرګنده کړه چې اسرایل او فلسطین به د سولې خپل منځي خبري بیا پیل کړي.

د عیسویانو مشر څو ساعته وروسته له هغه نه وینا وکړه چې په نایجریا کې په یوې کلیسا کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه.

په سنت پیټر بسیلاکا کې د کریمس په مناسبت په جوړ شوي مراسمو کې خلګو وویل چې ددغو رخصیتو اصلي معنی ته باید وکتل شي چې څه پیغام لری.

دغه راز د لویدیځې غاړې په بیت الحم کې هم نن د یکشنبې په ورځ په لسګونو زرو خلګو د کریسمس یا د عیسویانو اختر ولمانځه او هغې سیمې ته ولاړل چې ویل کېږي هلته حضرت عیسی (ع) زېږیدلی دی.

XS
SM
MD
LG