د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر د جنوبي امریکا د دریو هیوادونو سفر پیل کړیدی

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو د جنوبي امریکا د دریو هیوادونو سفر پیل کړیدی . نوموړی د جمعې به ورځ د یوروګوای هیواد ته ورسید . یوروګوای په سیمه کې یو آزاد خیاله هیواد بلل کیږي .

امریکا کې زیږدلی د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو به د ارجټین او پیرو هیوادونو ته سفرونه ولري . دا د کال ۱۹۸۷ راهیسې لومړۍ ځل دی چې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ دې سیمې ته سفر کوي . د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو په پیرو کې شل کاله د پادري په توګه دنده تر سره کړې ده.

د خپل سفر نه مخکې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو د ایکس په ټولنیزه شبکه په خپلو پلویانو غږ کړیدی چې د ده د سفر د کامیابۍ دپاره دعا وکړي او هیله ېې څرګنده کړیده چې سفر به د عیسوي مذهب د ملاتړ او د نوو هیلو د غوړیدو سبب شي .

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو چې ۷۱ کلن دی ، د روم نه جنوبي امریکا په لور روان شویدی او په خپل لومړي ګام کې به د یوروګوای د آزادۍ په څلور لاره کې دولتي مامورینو ، د مدني ټولنې غړو او د سفارتونو استازو ته وینا وکړي.

په ویټیکان کې نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو دفتر وايي چې نوموړی د اکتوبر په میاشت کې جراحۍ نه پس اوس په غوره صحي وضعیت کې دی او سفر کې به ورته کوم مشکل نه وي .د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو به د نومبر تر ۱۷ د جنوبي امریکا دریو هیوادونو ته خپل سفر کې ډیر مجلسونه ،لیدنې او د دعا مراسم تر سره کړي او د راستنیدو په وخت به د خپلو مینه والو د دعاګانو او نیکو هیلو سره رخصت شي

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG