د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي او اماراتو ته د پاپ فرانسیس تاریخي سفر


 ابوظبي ته د پاپ فرانسیس د سفر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ابوظبي ته د پاپ فرانسیس د سفر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پاپ فرانسیس له ٢٠١٣ کال کې راهیسې کله چې د پاپ په توگه وټاکل شو ډیرو اسلام میشتو هیوادونو ته سفر وکړ. خو دا لومړی ځل چې د کاتولیکو عیسویانو مشر متحده عرب اماراتو او بیا سعودي عربستان ته سفر کوي.

پاپ فرانسیس ته د ابو ظبي د ولیهعد شیخ محمد بن زايد بن سلطان آل نهيان له خوا بلنه ورکړې شوې ده چې د ادیانو په کنفرانس کې برخه واخلي.

پاپ فرانسیس به متحده عرب اماراتو کې ۴٨ ساعته تیر کړي او په پام کې ده چې نن یکشنبې ماښام دوه ویناوې وکړي. ویل چې شوي چې د سې شنبې په ورځ به د هغه وینا ته په ابو ظبي کې شاوخوا ١٢٠ زره کسان راټول شي.

متحده عرب اماراتو ته له سفر مخکې پاپ یوه ویدیوي پیغام خپور کړی چې پکې متحده عرب امارات یې یو د ادیانو د زغم او د انساني ورورولی یو مثال گڼلی دی.

د متحده عرب اماراتو اوسیدونکي او راغلي سیلانیان وایي د پاپ سفر د سولې او د یو بل د پیژندلو پیغام لري.

په دوبۍ کې له جرمني څخه راغلی یوه سیلانی یان چارف "دې ځاې ته د پاپ د سفر هرکلی کوو. ځکه هغه کاتولیک دی او دلته دین اسلام دی. دواړه ادیانه باید په گډه کار وکړي. ما دلته په جومات کې زده کړل چې اسلام ډیر د سولې دین دی او د هر بل دین درناوی کوي."

اکثره خلک دا هیله لري چې متحده عرب اماراتو ته د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو د مشر پاپ فرانسس سفر به په دې هیواد کې د میشتو دوه میلیونو کاتولیکو عیسویانو د منلو فرصت پراخ کړي.

بله سیلانۍ، ایدنا فرانسیس چې له بوسنیا ابوظبي ته تللې بیا وایي"دا سفر یقناً د دوستۍ سفر دی. دا سفر د زغم، ملگرتیا او په راتلونکې کې د گډ اوسیدو پیغام لري."

متحده عرب امارات په دې ویاړي چې ټولو ادیانو یې د عبادت او عبادت ځایونو اجازه ورکړې ده. په دغه هیواد کې اته کاتولیکې کلیساوې موجودې دي. په قطر او بحرین کې یو یو کلیساوې شته خو په سعودي عربستان کې د غیر مسلمان په عبادت ځایونو باندې بندیز دی.

XS
SM
MD
LG