د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ له اروپا وغوښتل چې له کډوالو سره د 'بریدګرو' په ډول چلند ونکړي


د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د شنبې په ورځ سپتمبر (تلې لومړۍ نېټه) له اروپايي حکومتونو څخه وغوښتل چې له کډوالو سره د 'یرغلګرو' په څیر چلند ونه کړي او هغوی ته ښه راغلاست ووایي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په اروپا کې د کډوالو د منلو مسله یو ځل بیا حساسه سیاسي مسله ګرځیدلې او کډوال په ډله ایزه توګه اروپايي هیوادونو ته داخلیږي.

پاپ فرانسیس د فرانسې په ساحلي ښار مارسی کې د مدیترانې سمندرګي د حوزې له ګوټ ګوټ څخه راغلو اسقفانو او ځوانانو ته په خطاب کې وویل: "هغه کسان چې د سمندر په اوبو کې خپل ژوند په خطر کې اچوي، برید نه کوي، هغوی تمه لري چې هرکلي یې وشي. "

د نړۍ د کاتولیکانو تر ټولو لوړ دغه مقام دا هم زیاته کړه چې "مهاجرت زموږ د وخت واقعیت دی، هغه پروسه چې د مدیترانې سمندرګي شاوخوا درې براعظمونه په کې شامل دي او باید راتلونکې ته په هوښیار لید سره اداره شي، چې د اروپا غبرګون هم په کې شامل دی. "

د پاپ فرانسیس ۳۵ دقیقې وینا د اورېدونکو له تود هرکلي سره مخ شوه، خو اروپا ته د کډوالۍ په اړه د هغه دریځ ښايي د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارونین، چې دواړه په کنفرانس کې حاضر وو، خوښ نشي. مکرون او ډارونین دواړه پلان لري چې په دې هیواد کې د مهاجرینو د کنټرول لپاره سخت اقدامات وکړي.

په اروپا کې د کډوالو د هرکلي په اړه د پاپ فرانسیس سخت دریځ په داسې حال کې نیول شوی چې د ایټالیا لامپیدوزا ټاپو ته د مهاجرینو ډله ایز راتګ په دې هیواد کې جدي بحثونه راپورته کړي دي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر زیاته کړه: "هغه خلک چې د سمندري سفر په جریان کې د سمندر په څپو کې خوشې کیږي، د ډوبیدو له خطر سره مخ کیږي، باید وژغورل شي."

پاپ فرانسیس د هغو مرستندویه ډلو څخه مننه وکړه چې د کډوالو ژوند ژغوري، خو د دوی د کار په وړاندې د خنډ د رامنځته کولو هڅې یې وغندلې او د کډوالو د ژغورنې بندول یې د یو کرکجن عمل په توګه وغنده.

د پاپ فرانسیس سفر ته په فرانسه کې لسګونو زرو خلکو تود هرکلی ووایه، خو یو شمیر کیڼ اړخو سیاستوالو پدغو مذهبي مراسمو کې چې د دولت د سیکولریزم سره په ټکر کې ګڼل کیږي، د ولسمشر مکرون په ګډون نیوکه وکړه.

یو شمیر نورو ښي اړخو سیاستوالو د فرانسې په کورني سیاست کې د "مداخلې" له امله پر پاپ فرانسیس نیوکې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG