د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان بېځایه شوي کروندګر کوکنار کري


د ارزګان بېځایه شوي کروندګر کوکنار کري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

سږکال په کندهار کې د تریاکو کروندګر تر ډيره هغه کسان دي چې د جنوب د ځينو نا امنه ولایتونو څخه دې ولایت ته ګډوال شوي.

د تریاکو دا کروندګر خدای نظر د اروزګان له نا امنیو څخه د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته را ګډوال شوی.

نوموړی وايې چې د نا امنیو له کبله يې د ژوند ټول امکانات له لاسه ورکړي او اوس په دهقانی بوخت دی.

خدای نظر سره له دې چې د تریاکو د کښت مخالف دی خو وايې چې د ځمکې د خاوند په لار ښوونه يې د تریاکو کښت کړی.

دغه کروندګر په خپل ورځني ژوند کې د ګڼو اقتصادي ستونزو یادونه کوي او وايې چې د کورنۍ د لمړنیو اړتیا وو د پوره کيدو لپاره يې له ځينو کسانو څخه قرض اخیستی چې د تریاکو د حاصل تر خرڅ وروسته به يې ادا کړي.

د جګړو او نا امنیو په وجه له خپلو اصلي مېنو څخه ګډوالي او بیا اقتصادي مجبوریتونه زیاتره د تریاکو کروندګر د دوی په لاس د یاد کښت اصلي لامل ګڼي.

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې اداره هم وايې چې په کندهار کې سږکال د تریاکو د کښت زیاتره کروندګر هغه کورني بېځایه شوي کډوال دي چې له ګاونډیو ولایتونو څخه د نا امنیو په وجه دې ولایت ته ګډوال شوي.

خو د کروندګرو لخوا د تریاکو کښت ته د ټولو اقتصادي هیلو سره سره سږکال د تریاکو بیه تر ټولو ټيټي کچې ته را رسیدلې.

ځيني ځمکه وال وايې چې سږکال د یو کیلو تریاکو بیه پنځلس سوه افغانی ته را لویدلې چې د کښت مصرف هم نه پوره کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG