د لاس رسي وړ اتصالات

د اوریګن ایالت پولیسو ۱۳ مشکوک کسان نیولي


د امریکا د اوریګن ایالت په پورتلند ښار کې پولیس ۱۳ مشکوک کسان توقیف کړي دي.

د پورتلند پولیس وايي د پيښې ځای تر شدید څار لاندې ده چې پدې اقدام سره يي د سپین پوستکو او د نژادپالو ضد ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي مخنیوی کړی.

نیول شویو کسانو سره ډیرې وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

د پورتلند د پولیس مشره ډانیله اوټلا وايي: "زموږ د پولیسو ډلې په دې ډیر وخت ولګوو چی د مظاهرې مختلفی ډلې وڅاري البته کله چې هغوی راټول شول او یوې خوا او بلې خوا ته تلل او راتلل".

د پولیسو مشره میرمن اوټلا وايي شپږ کسان د مختلفو ډلو په منځ کې په نښتو کې سرسري ټپيان شوي دي.

په نیول شویو کسانو د ملیشو غړي هم شامل دي چې زغرې ېې اغوستی ول.

د امریکا اوریګن ایالت پولیس ۱۳ مشکوک کسان نیولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

د پورتلند ښاروال ټیډ ویلر وايي چې تازه مظاهرې د کرکې د ویناگانو سره تړاو لري.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې د هغو سیاسي ډلو پر وړاندې اقدام کولای شي چې د فاشیزم او افراطیت له ښي اړخ ایډیولوژیو سره اړیکي لري.

XS
SM
MD
LG