د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې، برازیل او پرتګال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو پړاو ته لار وموندله


په قطر کې د دوشنبې نومبر ۲۸ د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د فرانسې څخه وروسته برازیل او پرتګال هم پخپل ګروپ کې د لوبو په ګټلو سره حذفي پړاو ته لار پیدا کړله.

پرتګال پدې لوبې کې یوروګوای ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

د پرتګال لپاره ګولونه د دې لوبدلې اتم لمبر لوبغاړي فرنانډوس د لوبې په ۵۴ مې او ۹۳ یمې دقیقې کې ووهل.

په لومړي ګول کې داسې ښکاریده چې ګواکې توپ به د کرسټیانو رونالډو په سر لګیدلی وي ځکه د ګول کیدو څخه وروسته رونالډو داسې وښوده چې ګنې توپ هغه وهلی خو وروسته معلومه شوه چې د فرنانډوس لخوا وهل شوی توپ ګول شو.

د یوروګوای لوبډله باید خپله وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ د ګانا څخه وګټي چې بل پړاو ته د تګ لپاره خپل چانس ډیر کړي.

د پرتګال لوبډلې دویم ګول د یوروګوای د لوبډلې لخوا د پنالټي کیدو څخه وروسته وشو ځکه چې توپ د ګول خولې سره نږدې د یوروګوای د یو لوبغاړي په لاس لګیدلی و چې وروسته لوبڅار د پرتګال په ګټې پینالټي ورکړه.

د پرتګال سره په H ګروپ کې ګانا، جنوبي کوریا او یوروګوای دي. پدې ګروپ کې پرتګال ۶ غو ګانا ۳ نمرې لري.

د پرتګال تر څنګ برازیل او فرانسې هم په ګروپي لوبو کې خپلې لوبې ګټلي او حذفي پړاو ته یې لار موندلې.

برازیل د دوشنبې د ورځې په لوبې کې سویس ته ۱-۰ ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG