د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانستان ته د دوستم د راتګ احتمال ډیر دی


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په اړه خبرې روانې دي او افغانستان ته یې د راتګ زیات احتمال شته دی.

ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۴) یوې خبري غونډې ته وینا کوله، افغانستان ته د جنرال دوستم د راتګ په اړه د امریکا غږ خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل "د جنرال دوستم موضوع غور لاندې ده او احتمال د راتګ یې کافي ډیر دی".

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د جنرال دوستم موضوع حقوقي اړخ لري او په دې برخه کې د افغانستان له لویې څارنوالۍ سره څرګندې خبرې شوي او نور اقدامات به هم ژر تر ژره ترسره شي.

ښاغلی غني افغانستان ته د جنرال دوستم د بیرته راتګ په اړه په داسې وخت کې خبر ورکوي، چې له شاوخوا دوه اونیو راهیسې د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د جنرال دوستم د بیرته راستنېدو او د قوماندان نظام‌الدین قیصاري د خوشې کیدو لپاره، د جنبش اسلامي ګوند د پلویانو اعتراضونه دوام لري.

تیره اونۍ د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، د افغانستان په شمال کې د وضعیت د سمولو لپاره، د ترکیې په پلازمینې انقره کې له ښاغلي دوستم سره لیده کاته کړي دي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند امریکا غږ – آشنا ته وویل، په دغو مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی او تمه ده چې دواړه خواوې توافق ته ورسیږي.

د ټاکنو په اړه د ګوندونو دریځ ته غبرګون

د افغانستان ولسمشر د رایې ورکونکو د نوم‌لیکنې د پروسې د لغو کولو او په بایومتریکه بڼه د نوم‌لیکنې پروسې د ترسره کولو په اړه د یو شمیر ګوندونو او سیاسي مشرانو وړاندیز ته تُند غبرګون وښود او وې ویل، چې په اوس وخت کې د نوم‌لیکنې د پروسې بدلول امکان نه لري.

تیره ورځ یو شمیر ګوندونو او سیاسي مشرانو، افغان حکومت، ټاکنو کمیسیون او نړیوالې ټولنې ته په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو وړاندیزونه وکړل او په بایومتریکه بڼه د رایې ورکونکو د نوم‌لیکنې، د ټاکنیز سیستم بدلول او ګوندونو او مدني ټولنې ته په ټاکنو کې د پراخې ونډې ورکولو غوښتنه یې وکړه.

دوی خبرداری ورکړ، که اړوند بنسټونه پر وخت په دې برخه کې اقدام ونکړي، دوی به په اوسنۍ بڼه د ټاکنو د ترسره کولو د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

ښاغلي غني یې په غرګون کې وویل "ملګرو ملتونو ویل، چې ۴.۲ میلیونه (رایې ورکوونکي) کافي دي، دوه چنده یې د افغانستان ولس راغلی، دا سیاسیون څوک دي، چې د ولس په استازیتوب غږیږي، چا انتخاب کړي دي، څو فیصده رایه یې ګټلې، څه وخت ولس دوی ته واک ورکړی، چې د ولس استازیتوب وکړي".

ولسمشر غني سیاسي ګوندونه د ناقانونه وسله‌والو ډلو په درلودلو تورن کړل او وې ویل "که خلک مسلح قواوې لري، ځان ته څه رقم سیاسي احزاب وايي، ولس باید دا پریکړه وکړي، که سیاسي احزاب دي سیاسي احزاب باید مسلح قواوې ونلري، د سیاسي احزابو ګډون ضرور دی، د افغانستان ټولنه سیاسي احزابو ته ضرورت لري، خو دوی باید په دغو شرایطو کې خپل مسولیت ومني".

د افغانستان ولسمشر، د سولې خبرو، ملي عایداتو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ په برخه کې د خپل حکومت لاس ته راوړنو ته په اشارې وویل، چې سیاسي ګوندونه دې په دې برخه کې عادلانه قضاوت وکړي.

XS
SM
MD
LG