د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار پولیس: د شنبې د ورځې ټاکنو ته پوره چمتوالی نیول شوی


په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې جنرال عبدالرازق د وژل کیدو د پیښې څخه را وروسته د دغه ولایت د حالاتو له امله ځنډول شوې وې
په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې جنرال عبدالرازق د وژل کیدو د پیښې څخه را وروسته د دغه ولایت د حالاتو له امله ځنډول شوې وې

کندهار ولایت امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ (لړم ۴ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه ولایت کې د شنبې د ورځې د ولسي جرګې ټاکنو ته بشپړ ترتیبات نیول شوي او ټاکل شوې، سبا به کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې پرته د کومې امنیتي پیښې ترسره شي.

چارواکي وايي، پدې ولایت کې معروف او نېش دوې هغه ولسوالۍ دي چې د نا امنیو له کبله ټاکنې نه پکې تر سره کیږي، خو پاته ۱۴ ولسوالیو ته ټاکنیز مواد رسیدلي او ټاکنې به په کې ترسره شي.

د کندهار د پوليسو ویاند لمړي څارن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته په مرکه کې وويل چې د ټاکنو لپاره د افغان امنيتي ادارو ګډ کميسیون ځانګړي تدابیر نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی له امنیتي پلوه هیڅ ستونزه نه ويني او د کندهار ټولو انتخاباتي مرکزونو ته ټاکنیز مواد رسول شوي.

ښاغلي دراني وویل " په ټوله کې د مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول د کندهار د ولایتي ادارې ټول پام د ټاکنو امنیت ته دی موږ خلکوته ډاډ ور کوو چي ستاسي امنيتي قواوو د امنیت لپاره خاص پلانونه نیولي او دوی دي سبا خپله رایه وکاره وي".

بلي خواته نن د ماپښين له دوو بجو څخه وروسته په کندهار ښار کې د وسایطو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی خو یوازي هغه محدود شمېر وسایط تګ راتګ کولای شي چي د ګډ امنیتي کمیسیون له لوري اجازه ور کول شوې وي.

ښاغلی درانی پدې اړه وايې چې بار وړونکې لاری موټر له کندهار ښار څخه بهر درول شوي او د ټاکنو د ورځي تر پایه به د کندهار په ښار کې د لاریو او کوچنیو موټر پر تګ راتګ بندیز وي.

د چمن – بولدک دروازه.

دغه راز په کندهار کې د پارلماني ټاکنو لپاره د کندهار سرحدي قواوو د چمن او سپین بولدک دروازه هم د یوې ورځي لپاره بنده وي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیادرانی پدې اړه وايې چې دغه ګام د افغان حکومت له لوري پورته شوی او یاده لار به د یوې ورځي لپاره تړلې وي.

د کندهار د ټاکنو د ولایتي کميسیون ریس نعمت الله وردګ اشنا رادیو ته وويل چې د ټاکنو کميسیون خپل چمتوالی لري او د پلان سره سم به په هره برخه کې خپلي دندي مخ ته وړي.

ده وويل( موږ کاملآ اماده ګي نیولې او د کندهار اوسیدونکو ته ډاډ ور کوو چې په ډاډه زړه سره دي خپل رایه استعمال کړي).

په کندهار کې د شنبې د ورځي د پارلماني ټاکنو لپاره عام خلک هم لېوال دي.

د دې ولایت اوسیدونکې وايي چې د تیري اونی په پنج شنبه په کندهار کې د رامنځ ته شوي امنيتي پېښي له کبله اندېښمن وو خو اوس د ښار حالت بیرته مخکني وضعیت ته په ګرځیدو دی او خلک هم د نوماندانو او هم د قبایلي مشرانو له لوري هڅول کیږي چي په ټاکنو کې پراخ حضور ولري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG