د لاس رسي وړ اتصالات

نی: په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور ۱۲ فیصده زیات شوی


"نی" وایي چې اوس مهال په افغانستان کې د ټولو رسنیو د کارکوونکو اولس فیصده یې ښځې دي.
"نی" وایي چې اوس مهال په افغانستان کې د ټولو رسنیو د کارکوونکو اولس فیصده یې ښځې دي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره" نی" وايي، په دغه هیواد کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور د کمرنګه کیدو په هکله دمخه خپاره شوي رپوټونه سم نه وو او د دغو رپوټونو پرخلاف په ۱۳۹۵ کال کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمیر د اوړم کال پرتله دولس فیصده زیات شوی دی.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ د ادارې" نی" رئیس مجیب خلوتګر نن د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو سره په ۱۳۹۵ کال کې د افغان خبریالانو د وضعیت په هکله د خپلې ادارې د رپوټ د شریکولو پر وخت وویل، چې په افغانستان کې د خبریالانو په ګډون دولس زره پنځه سوه او درې پنځوس تنه په رسنیو کې کار کوي چې دوه زره یو سل او دیارلس تنه یې ښځې دي.

ښاغلي خلوتګر وویل " د دغو شمیرنو پر اساس د ټولو هغو کسانو چې په رسنیو کې کار کوي، نږدې اولس فیصده یې ښځې دي ".

ښاغلي خلوتګر وویل چې په اوړم کال کې به رسنیو کې ښځینه خبریالانو او کارکوونکو شمیر د ۱۳۹۵ کال پرتله ۱۲ فیصده کم وو.

په ۱۳۹۴ کال کې په افغانستان کې د ناامنیو پیښو په زیاتیدو د خبریالانو پر وړاندې هم د زور زیاتې پیښې زیاتې وې.

په دغه کال کې دولسو خبریالانو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو په ۱۳۹۵ کال کې اته خبریالان وژل شوي دي.

د " نی" د ارزونو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د افغان رسنیو تړلو بهیر هم د تیر پرتله رو وو.

دا اداره وایي چې د ۱۳۹۲ کال راهیسې تر نن ورځې پورې په افغانستان کې ۱۷۵ رسنۍ ټړل شوي چې یوازې یو تلویزیون او نهه یې راډیوي خپرونې وې او نورې یې چاپي رسنۍ وې.

د "نی" رئیس مجیب خلوتګر وایي چې د دغو رسنیو په تړلو کې د مالي ستونزو سربیره نور مسایل هم شامل وو، خو هغه د نورو مسلو یادونه ونه کړه.

هغه وویل، چې اوس د رسنیو چلوونکو د افغانستان موجودو اقتصادي شرایطو سره تر ډیره خپلې خپرونې عیارې کړي چې له امله د پخوا پرتله د رسنیو ستنونزې ډیرې راکمې شوي دي.

د " نی"د ادارې رئیس په افغانستان کې د ښخینه خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره له رسنیو غوښتې دي چې نوی ۱۳۹۶ کال چې سبا د سه شنبې په ورځ پیلیږي د ښځینه خبریالانو په نوم ونوموي.

XS
SM
MD
LG