د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي:د ډیورنډ هغې غاړې مدرسې زمونږ امنیت ګواښي


طالبانو نن په یو بیان کې ویلي چې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند په نوم یې په ټول افغانستان کې پسرلني عملیات پیل کړي.
طالبانو نن په یو بیان کې ویلي چې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند په نوم یې په ټول افغانستان کې پسرلني عملیات پیل کړي.

په داسې حال کې چې طالبانو نن سه شنبه په افغانستان کې د 'عُمري' په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان کړی خو افغان حکومت د طالبانو دا ډول اعلانونه یواځې تبلیغات ګڼي او وايي، چې دا ډله هڅه کوي د دغو تبلیغاتو له لارې خپلو جنګیالیو ته روحیه ورکړي او خپلې تیرې ماتې جبران کړي.

وسله‌ والو طالبانو د سې‌شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې خپل سږني عملیات یې د دغې ډلې د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عُمر اخوند په نوم نومولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، د طالبانو جګړه له پخوا راهیسې په دې هیواد کې دوام لري او دا ډله هر کال د عملیاتو د اعلان له لارې خپلو جنګیالو ته روحیه ورکوي خو پر وینا یې طالبان به هیڅکله هم د دا ډول اعلانونو له لارې خپل هدف ته و نه رسیږي، ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه د هر ډول حالت پر وړاندې مبارزې ته چمتوالی لري.

د ښاغلي صدیقي پر وینا د وسله‌والو طالبانو د ملاتړ لپاره لا هم د تروریزم او افراطیت زرګونه مدرسې د ډیورنډ له کرښې اخوا فعالیت کوي، چې د افغانستان او نړۍ امنیت ته یو لوی ګواښ دی.

هغه وویل "زموږ تر ټولو لویه اندېښنه دا ده، چې دوی (طالبان) د ډیورنډ په پورې غاړه کې لا هم د یوې آزادې فضا او زیاتو سرچینو درلودونکي دي. کله چې د دوې دا مدرسې، د رهبرۍ شوراګانې، پوځي شوراګانې په کوټه او پېښور کې له منځه لاړې شي، طبعیي ده چې دا به د دې لامل شي، چې دا ډلې کمزورې شي او د دې توان و نه لري چې له افغانستان څخه بهر په یو ځای کې دسیسې جوړې کړي او خپلې جګړې ته دوام ورکړي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند د نړۍ له هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه وغوښتل، چې په خپل هیواد کې د افراطیت د ودې مدرسو او تروریستي مرکزونو پر وړاندې له جدیت څخه کار واخلي او له منځه یې یوسي.

دغه راز، ښاغلي صدیقي وویل، سږکال افغان امنیتي ځواکونو د حکومت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره شاوخوا درې اونۍ مخکې د شفق په نوم ستر عملیات پیل کړي دي

همداشان د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان نوې خبره نه ده، بلکې دغې ډلې په تیرو کلونو کې هم ورته اعلانونه کړي وو، چې پر وینا یې هر ځل د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل "دغه اعلامیه چې طالبانو یا زموږ مخالفینو ورکړې، دا زموږ لپاره نوی کار نه دی، له دې سره موږ بلد یو."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل، دا مهال افغان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په لسو ولایتونو کې د شفق په نوم عملیاتو تر پوښښ د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې شپاړس عملیات پیل کړي او د دې تر څنګ د دفاع وزارت ځانګړي ځواکونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له پنځو نیولې تر پنځه لس شپني عملیات ترسره کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو گواښ جدي نه بولي په دې وروستیو کې د ناتو په مشري د پریکنده ماموریت مقاماتو وویل چې تیر کال په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې ٥٥٠٠ افغان سرتیري وژل شوي دي.


XS
SM
MD
LG