د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني طالبانو ته په ټاکنو کې د ګډون بلنه ورکړه


د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوم‌لیکنې لړۍ د شنبې په ورځ (اپریل ۱۴) په ټول افغانستان کې پیل شوه.

د افغانستان ولسمشر محداشرف غني، لومړۍ میرمن رولا غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره لپاره نن د نوم‌لیکنې مرکزونو ته لاړل او خپل نومونه یې ثبت کړل.

ښاغلي غني په ارګ کې له نوم‌لکینې وروسته خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت وسله‌والو طالبانو ته د سولې څرګند وړاندیز کړی او زیاته یې کړه "که دوی (طالبان) په دې باور دي، چې د افغانستان په اولس کې ریښه لري، نو دا انتخابات یې موقع ده... نو ځکه غوښتنه مې دا ده چې انتخابات جدي ونیسي او په انتخاباتو کې د ګډون شرایطو ته ځان اماده کړي".

ولسمشر غني وویل، که طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه غواړي فعالیت پیل کړي د افغانستان ولس به یې په اړه پریکړه وکړي.

افغان ولسمشر د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل، چې په ناامنو ولسوالیو کې هم د رایې ورکولو په شرایط برابرو کسانو ته هم په ټاکنو کې د ګډون کولو زمینه برابره کړي. ښاغلي غني دغه راز په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د تیاریو غوښتنه وکړه او وې ویل، چې د ټاکنو کمیسیون دې د ولسمشریزو ټاکنو د نیټې اعلانولو لپاره چمتوالی ونیسي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې دی په خپله په ټاکنو کې مداخله نه کوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې د نورو لاسوهنه هم ورته د زغملو نه ده.

دغه راز اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، چې د نوم‌لیکنې لپاره په کابل کې نادریې لیسې ته تللی وو له خبریالانو سره د خبرو پر مهال، له خلکو څخه وغوښتل، چې د نوم‌لیکنې په پروسه کې ګډون وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل، هغه کسان چې نوم‌لیکنه یې نه وې کړي، په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

هغه زیاته کړه، حکومت شفافو او سرتاسري ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې اړینو اصلاحاتو ته زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي عبدالله د نوم‌لیکنې روانه پروسه د اصلاحاتو یوه برخه وبلله او وې ویل "که څه هم موږ پوهیږو چې په ټاکنیز نظام کې اصلاحات په ځنډ پیل شول، له همدې امله د ټاکنو کمیسیون هم ناوخته کار پیل کړ، دا یوه ستونزه وه، خو زموږ باور دا وو، چې د خدای په مرسته او د افغانستان د خلکو په ملاتړ به پارلماني ټاکنې په وخت ترسره شي او د رایې ورکوونکو د نوم‌لړ جوړول یو له اساسي مواردو دی، چې د پراخو درغلیو مخنیوی کوي ".

تاکل شوې چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه د تابعیت تذکرو پر بنسټ په دوو پړاونو کې ترسره شي.

لومړی پړاو چې د ولایتونو په مرکزونو کې ترسره کیږي، نن پیل او د ثور په ۲۲ پای ته رسیږي او دویم پړاو چې د ثور په ۲۲ پیل او د جوزا په ۲۳ پای ته رسیږي، په ترڅ کې یې په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د ټاکنو په شرایطو برابر کسان ثبت او راجسټر کیږي.

د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکوونکو د راجسټر کولو لپاره ۱۱ زره کسان استخدام کړي او ۲۲ زره نور به په دویم پړاو کې استخدام کړي.

د ټاکنو کمیسیون د افغانستان له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي، چې لس میلیونو افغانانو ته تذکرې وویشي، تر څو پر شرایطو برابر کسان له نوم لیکنې پاتې نه شي.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره شي، خو د امنیتي، بودیجوي او تخنیکي ستونزو له امله د دغو ټاکنو نیټه د میزان ۲۸مې ته وځنډول شوه.

XS
SM
MD
LG