د لاس رسي وړ اتصالات

غني: زموږ منابع د غلو او غاصبینو نه بلکې د ولس لپاره دي


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د دغه هیواد منابع د یو کوچني اقلیت، غلو او غاصبینو لپاره نه، بلکې د ټولو افغانانو لپاره دي.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ (فبروري ۱۵) د افغانستان د ځمکو د نظام د پراختیايي پروګرام په پرانیست‌غونډه کې وینا کوله وویل، د افغان حکومت د اصلاحاتو بهیر نه بدلیدونکی دی او په دې برخه کې به هر ډول مقاومت له ماتې سره مخ شي.

که څه هم افغان ولسمشر په څرګند ډول د چا نوم وانخیست خو وې ویل "د افغانستان منابع زموږ د ټولو لپاره دي، نه د یو کوچني اقلیت، غلو او غاصبینو لپاره او په دې لاره کې هر ډول مقاومت ماتوو".

ښاغلي غني له دولتي ملکیتونو څخه پر زیاتې استفادې تینګار وکړ او وې ویل، چې دولتي ځمکې د خلکو ملکیت دی او وزارتونو یا نورو بنسټونو په اړه نه لري.

ولسمشر غني دغه راز وویل، چې د افغانستان د اراضیو سرتاسري پروګرام به په سمه توګه په دغه هیواد کې عملي شي او په دې برخه کې ناغیړي ورته د منلو وړ نه ده.

د هغه پر وینا، د جزا د کوډ په څیر به د افغانستان د ځمکو چارې هم په یو قانون کې سره راټول شي " زموږ هدف دا دی، چې د اراضیو یو واحد کوډ د افغانستان د اراضیو ټولې چارې تامین کړي او هر افغان پوه شي چې حقوق او وجایب یې څه دي".

افغان حکومت په داسې حال کې د افغانستان د ځمکو د نظام د پراختیايي پروګرام پرانیسته وکړه، چې په دغه هیواد کې ۱.۳ میلیون جریبه ځمکه غصب شوې ده.

د افغانستان د اراضیو ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دغه اندازه ځمکه چې د نږدې ۱۶ زرو کسانو له خوا په افغانستان کې غصب شوې، یو میلیون یې دولتي او پاتې یې شخصي ملکیتونه دي.

خو ولسمشر غني وویل "موږ به د غصب مسله حل کړو، خو تر هغې چې مطمئنه جایداد شتون ونلري، موږ به له خپلو پټو شتمنیو څخه استفاده ونشو کولی".

له دې وړاندې د افغانستان د اراضیو ادارې، د ځمکو د سم مدیریت او د غصب د مخنیوي لپاره، یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان تدوین کړی دی.

خو ټاکل شوې چې، د افغانستان د ځمکو د نظام په پراختیايي پروګرام کې، حکومتي بنسټونه د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو پرواګرام په همکارۍ، د ځمکو د مدیریت د یو داسې موډل په جوړولو باندې نتیجې ته سره ورسیږي، چې د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره سمون ولري.

XS
SM
MD
LG