د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر احمدزی : بین الافغاني دایمي سوله د حل لاره ده


جمهورریس احمدزی د لوی اختر د لمانځه له اداء کولو وروسته خبریالانو سره خبرې کوي
جمهورریس احمدزی د لوی اختر د لمانځه له اداء کولو وروسته خبریالانو سره خبرې کوي

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني احمدزي د لوی اختر د لمانځه له اداء کولو وروسته په خپلو لنډو خبرو کې په وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې جنګ د اواري لاره نده او د اواري لار بین الافغاني تفاهم او مذاکرات دي.

ښاغلي احمدزي وویل ‪ "‬ټولو سیاسي مخالفینو ته په واضح توګه وایو، چې جنګ د افغانستان د ستونزو د حل لاره نده، یوه بین الافغاني دوامداره سوله یوازینۍ د حل لاره ده، او ضروره ده، چې هر سیاسي اختلاف په سیاسي لارې حل ته ورسیږي.‪"‬

نوي جمهور رئيس د سولې بلنه په داسې حال کې ورکړه، چې پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی یې تر شاه ولاړ وو، د سولې دا بلنه په هر اختر کې جمهور رئيس کرزي طالبانو ته ورکوله.

د لوی اختر د لمانځه له اداء کولو مخکې افغان جمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ارګ د تشریفاتو د قطعې سلامي واخیسته.

د ارګ په جومات کې افغان جمهور رئيس احمدزي په داسې حال کې چې پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی، جهادي او قومي مشران او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم حاضر وو، د اختر لمونځ اداء کړ.

ښاغلي احمدزي خبریالانو ته په لنډه په خبرو کې وویل چې د ملي یووالي حکومت خپلې لومړنۍ ژمنې ترسره کړي دي.

ښاغلي احمدزي وویل ‪"‬کابل بانک باندې مې اقدام وکړ، امنیتي چارو باندې مې اقدام کړی ، اولیه موادو پسې ګرځو، مونږ نه غواړو چې ډېر وغږیږو، مونږ غواړو چې د خدای جل جلاله په ارادې باندې، او د افغانستان د ولس په غوښتنې باندې عمل وکو، او په عمل کې ثابت کړو، چې ددې ولس واقعي خادمان یو.‪"‬

ولسمشر احمدزي وویل چې د حج د فریضې اداء کولو لپاره د تللو افغان حاجیانو د چارو د سمون لپاره په مسلسل ډول د حج او اوقافو وزارت سره په تماس کې دی.

دا د افغان جمهور رئيس احمدزي لومړی د اختر لمونځ دی چې په ارک کې یې د جمهور رئيس په توګه اداء کوي.

XS
SM
MD
LG