د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی:د زندانیانو دوسیې باید تر دوشنبې وڅېړل شي


جمهورریس اشرف غني احمدزی (ارشیف)
جمهورریس اشرف غني احمدزی (ارشیف)

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني احمدزی تېره شپه د څرخي پله زندان ته تللی دی او هلته یې د زندانیانو د حال د اخېستو لپاره له زندانیانو سره کتلي دي. هغه لويې څارنوالۍ ته دنده سپارلې چې تر دوشنبې ورځې پورې د ټولو زندانیانو دوسيې وڅېړي او خپلې څېړنې دې دده په میز کیږدي.

ښاغلي احمدزي زندانیانو ته ویلي، چې د دوی د دوسیو او اسنادو د څېړنې لپاره به یو صلاحیت لرونکی پلاوی و ټاکي او څو میاشتې وروسته به په خپله دغه زندان ته ورشي او د زندانیانو د حال پوښتنه به وکړي.

ښاغلي احمدزي ویلي، چې د زندانیانو غوښتنې به په اساسي ډول وڅېړي او جریان به ی یې په خپله تعقیب کړي.

زندانیانو ورته ویلي، چې داسې زندانیان هم په زندان کې شته چې په دیارلسو کلونو کې یې دوسیه نه ده څیړل شوی او داسې زندانیان هم شته چې عمرونه یې له ۹۶ پورته دي.

د ارګ یوه اعلامیه کاږي، چې ولسمشر احمدزي د څرخي پله د زندان د کتلو په وخت زندانیانو ته ویلي، چې پدې زندان کې داسې زندانیان هم شته چې د پولیسو، ملي امنیت او د ملي اردو د منسوبینو په وژلو کې لاس لري، ولسمشر ورته ویلي، چې داسې زندانیان به په خپلې جزا ورسول شي، او د سر اعلی قوماندان په توګه د ملي امنیتي ځواکونو د سر د ساتلو مسؤلیت لري.

ښاغلی احمدزی په داسې حال کې تېره ورځ د څرخي پله زندان ته ورغلی چې همالته تېره ورځ د پغمان د پېښې پنځه عاملین او مشهور غل حبیب استالف اعدام شول.

دغو اعدامونو ګڼ غبرګونونه درلودل، په کور دننه بنسټونو او عام خلکو هرکلی وکړ چې مجرمین په سزا رسول شوي دي، خو ځینو نړیوالو بنسټونو بیا له دغه اعدامونو سره مخالفت ښودلی دی.

په افغانستان کې د اروپائي اتحادې ځانګړي استازي فرانز مایکل د تېرې ورځې اعدامونه د نوي حکومت لپاره توره لکه یاده کړې، چې د بشري حقونو د پیاوړي کولو په اراده کې یې دا تور داغ پاتې دی.

د اروپائي اتحادې دغه استازي ویلي چې د افغانسنان حکومت دې د اعدامونو سزا له منځه یوسي.

د اکتوبر لسمه د اعدام په وړاندې نړیواله ورځ

ولسمشر احمدزي د لوړې په مراسمو کې قضائیه قوه په اداري فساد ګرمه بللې وه او له دغې قووې یې د یو لړ چټکو ګامونو د اخېستو غوښتنه کړې وه.

جمهور رئيس تېره شپه په داسې حال کې په خپله د څرخي پله زندان ته تللی دی، چې همدا تېره ورځ یې د هرات د زندانیانو د څېړنې لپاره هم پلاوی ګمارلی دی.

ولسمشر ویلي چې خلک ترې عدالت غواړي او دی دې چارې ته مسؤل دی.

XS
SM
MD
LG