اوباما د وینا په پیل کې ځینې هغه مهمې لاسته راوړنې یادې کړلې چې د هغه د جمهوري ریاست په اته کلنې دورې کې شویده.
د اوباما د خدای پامانۍ وینا په انځورونو کې
۱
ښاغلي اوباما خپله د خدای پامانۍ وینا د شیکاګو په ښار کې په هماغه ځای کې وکړله چې اته کاله مخکې پکې د لومړي تور پوستي امریکایي جمهور رئیس په توګه په انتخاباتو کې د هغه د بري اعلان وشو.
۲
د متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما له وینا مخکې د شیکاګو په نړیوال هوايي دگر کي له خپلي مخصوصې الوتکې څخه د ښکته کیدو په حال کې.
۳
د شیکاګو ښار یو هټۍ چې یو پوسټر یې نصب کړی او پکې لیکل شوي دي " ولسمشره مننه".
۴
جمهور رئیس باراک اوباما د خدای پامانۍ د وینا په ترځ کې.