د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په مشروط ډول د سپینې ماڼۍ د پریښودو ژمنه وکړله


جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په سپنې ماڼۍ کې د شکرانې د ورځې د لمانځلو په مناسبت د مطبوعاتو سره خبرې کوي.
جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په سپنې ماڼۍ کې د شکرانې د ورځې د لمانځلو په مناسبت د مطبوعاتو سره خبرې کوي.

د امریکا برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایي که انتخاباتي کالج یا الکټورال کالج د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن ته د ګټونکي په توګه رایه ورکړی، دی به سپینه ماڼۍ پریږدي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ چې په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید و، تر اوسه یې خپله ماته نده منلې. ښاغلی ټرمپ ټینګار کوي چې په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې خو د هغه دا ادعا تر اوسه ثابته شوې نده.

ټرمپ د نومبر د میاشتې د ۳ مې نیټې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په هکله دا تازه څرګندونې په سپنیې ماڼۍ کې د شکرانې د ورځې د لمانځلو په یوې غونډې کې خبریالانو ته کړي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې په انتخاباتو کې د ماتې منل به ګران وي او زیاتوي چې "مونږ پوهیږ په پراخه ټګي برګي شوې. "

ډانلډ ټرمپ وویل، " په انتخاباتو کې په لوړ ترینه کچه ټګي شوې".

خو د خپلو دغو ادعاګانو د اثبات لپاره یې تر دې دمه کره شواهد ندي وړاندې کړي.

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که الکټورال کالج جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړی، آیا چمتو یاست چې سپینه ماڼۍ پریږدئ؟ وویل، " د شک پرته، د شک پرته او تاسو پدې پوهیږئ".

دا د انتخاباتو نه وروسته لومړی ځل و چې ښاغلي ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یو کاندید د عمومي رایو په ګټلو ګټونکی نه بلل کیږي بلکې یو کاندید باید د ۵۳۸ انتخاباتي کالج یا الکټروال کالج د رایو نه ۲۷۰ یې وګټي چې جمهور رئیس /رئیسه وټاکل شي.

د الکټورال کالج رایې د پایتخت واشنګټن ډي سي په شمول د امریکا د متحده ایالاتو ټولو ایالتونو ته د هر ایالت د وګړو د شمیر پر اساس ورکړل شویدي.

د انتخاباتي کالج غړي د عمومي رایه ګیرۍ نه وروسته غونډه کوي او د خپل ایالت په استازیتوب هغه کاندید ته رایه ورکوي چې د دوي په ایالت کې یې تر ټولو زیاتې عمومي رایې ګټلې وي.

د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جو بایډن ۳۰۶ او ډانلډ ټرمپ ۲۳۲ د الکټورال کالج رایې ګټلي دي.

ټاکل شوي چې د الکټورال کالج غړي د ډسمبر د میاشتې په ۱۴ غونډه وکړي او د انتخاباتو نتیجه په رسمي توګه اعلان کړي. د شمیرل شویو رایو پر اساس د دیموکرات ګوند کاندید، جوبایډن د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید او برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نه شاوخوا ۶ ملیونه رایې په عمومي رایه ګیرۍ کې هم وړاندې دی.

د مهال ویش سره سم که د الکټورال کالج غړي جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړي، هغه به د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې په ۲۰ د وفادارۍ لوړه وکړي او د متحده ایالاتو ۴۶ جمهور رئیس به شي.

XS
SM
MD
LG