د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د خپلې کابینې یو شمیر غړي اعلانوي


ټاکل شوې چې د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) د خپل حکومت د کابینې غړي اعلان کړي چې د یو شمیر رپوټونو له مخې انتوني بلینکن، به د ښاغلي بایډن د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وي.

د امریکا په پخواني حکومت کې کله چې ښاغلی بایډن مرستیال جمهور رئیس و ښاغلی بلینکن د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په ګډون په لوړو حکومتي څوکیو کې کار کړی دی.

همداشان د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې لیندا تامس ګرینفیلډ چې پخوا یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې د ښاغلي بایډن له خوا به په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه معرفي شي.

رپوټونه وایي چې ښاغلي بایډن جک سولیوان د خپل ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکلی دی. کله چې ښاغلی بایډن د امریکا د جمهور رئیس مرستیال و جک سولیوان یې د ملي امنیت سلاکار و.

پداسې حال کې چې جو بایډن د امریکا د ۴۶ جمهور رئیس په توګه د خپلي کابینې په جوړولو بوخت دی او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰ د لوړې مراسمو ته تیاری نیسي، د امریکا په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکی کاندید دونالد ټرمپ، تر اوسه په انتخاباتو کې خپله ماتې او د ښاغلي بایډن بریا نده منلې.

ښاغلي ټرمپ ادعا لري چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر د درېیمې په انتخاباتو کې د ښاغلي بایډن په ګټه درغلي شوی ده. ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ هم په خپل ټویټر ولیکل: "ډیر شمیر تقلبي رای پاڼې به ومومو... جمهوري غوښتونکي سرسخته مبارزه کوي."

له دې سره سره د ښاغلي بایډن د بریالیتوب د ننګونې لپاره د ښاغلي ټرمپ قوقي دعوا تر اوسه بې ګټې پاته ده او تر اوسه د هغه انتخاباتي ټیم د یو شمیر ایالتونو د رایو د بیاشمیرنې لپاره چې جو بایډن په کې بریالی شوی، ۳۴ دعواوې یا بایللي او یا هم بیرته اخیستې دي.

د رایو د شمیرنې په اساس ښاغلي بایډن ۳۰۶ او ښاغلي ټرمپ ۲۳۲ انتخاباتي رای خپلې کړې دي. د امریکا په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره یو کاندید باید لږ تر لږه ۲۷۰ انتخاباتي رای وګټي.

د امریکا د انتخاباتي جنجال په اوږدیدو سره یو شمیر جمهوري غوښتونکي سیاستوال ښاغلی ټرمپ هڅولی دی چې په انتخاباتو کې د جو بایډن بریا ومني.

په یو تازه پیښه کې جمهوري غوښتونکي سناتور پت تومي ویلي دي: "منتخب جمهور رئیس جو بایډن او منتخبې مرستیالې جمهور رئیسې کاملا هریس ته د بریا مبارکي وایم. هغوی د خلکو ژمن خدمتګاران دي او هغوی او هیواد ته دعا کوم."

د ښاغأي ټرمپ سلاکار او د نیوجرسي ایالت پخواني والي کرس کریستي هم د دونالد ټرمپ د انتخاباتي ټیم دعوا کولو ته په اشارې ویلي دي چې: "د جمهور رئیس د حقوقي ټیم کړنې ملي شرم دی".

خو له دې سره سره تر اوسه د ښاغلي ټرمپ حکومت د جو بایډن د ټیم سره د واک د انتقال په سر همکاري نده کړې او د دونالد ټرمپ انتخاباتي ټیم تصمیم لري چې د انتخاباتو د نتیجو د اړولو په خاطر تر وروستۍ شیبې پورې مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG