د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په راوستلو د ولسمشر غني ټېنګار


ارګ وايي ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي او د اصلاحاتو په راوستلو یې ټېنګار کړی دی
ارګ وايي ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي او د اصلاحاتو په راوستلو یې ټېنګار کړی دی

د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي وايي چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ادریس زمان سره لیدلي او په وزارت کې یې د عاجلو اصلاحاتو په راوستلو ټېنګار کړي.

صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ (نومبر۳) د بهرنیو چارو وزارت لپاره د نوي ویاند ګران هېواد د پېژندلو په غونډه کې وویل: " ولسمشر غني په دې تاکید کوي چې د بهرني سیاست د پلي کوونکي په توګه دې دا وزارت د بهرنیو اړیکو او سیمه ایزو اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره، د افغانستان ستراتیژیک او اوږد مهال لید لوري/پلانونه پر مخ بوځي."

ښاغلي صدیقي وویل چې ولسمشر همدغه راز د وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د وزارت د فعالیت لپاره دې د "لوایحو د جوړولو او څرنګوالي" د برخې جوړولو په هکله جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني همدغه راز د دپلوماتانو په ګمارلو کې د "د سمو او منلو شویو معیارونو" په مشخص کولو ټېنګار کړی او ویلي دي چې دپلوماتان او د بهرنیو چارو وزارت ماموران دې باید د وړتیا او استعداد په اساس وګمارل شي.

ولسمشر غني داسې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو او سمون په راوستلو ټېنګار کوي چې څه موده مخکې د دغه وزارت سرپرست صلاح الدین رباني له دندې استعفا وکړه.

هغه په خپل استعفا لیک کې لیکلي وو: "اوس چې د ملي وحدت د حکومت کاري موده ختمه شوې او په اوسنیو حساسو شرایطو کې تر بل هر وخت پیوستون او نژدیوالي ته ډېر ضرورت دی، د هغوی له لوري، چې د دولت سازۍ ادعا لري، په بېلابېلو ډولونو د دولتي ادارو تخریب د پټولو او منلو نه دی."

د ښاغلي رباني تر استعفا مخکې ارګ پاکستان ته د طالبانو د یو پلاوي د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د "نامسولانه څرګندونو" له کبله له دندې لېرې کړی و.

تر دې مخکې د فساد پر ضد د ارزیابۍ او نظارت کمېټې هم د بهرنیو چارو وزارت په اداري فساد تورن کړی و او د اداري اصلاحاتو کمیسیون بیا ویلي وو چې دغه وزارت ورسره همکاري نکوي.

په یو بل اقدام کې د بهرنیو چارو وزارت معینه ناهید ایثار ته چې ولسشمر غني ګمارلې وه، په وزارت کې ورته د کار اجازه ورکړل شوې نه وه.

XS
SM
MD
LG