د لاس رسي وړ اتصالات

غني ملیشو ته: دولت سره یوځای شئ که نه له قوې کار اخلو


په تیره یوه نیمه میاشت کې کندز ته دا د جمهور رئیس دوهم سفر دی.
په تیره یوه نیمه میاشت کې کندز ته دا د جمهور رئیس دوهم سفر دی.

جمهور رئیس غني محلي غیر مسؤلو افرادو ته جدي خبرداری ورکړ چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي که نه په وړاندې به یې له قوې کار واخیستل شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني خبرداری ورکړ چې له دې وروسته هیڅ سیاسي شخص اجازه نه لري چې محلي پولیس ولري.

ښاغلي غني کندز ته د سفر په ترڅ کې د هغه ولایت مقاماتو ته په خطاب کې وویل چې محلي پولیس د امنیه قوماندانانو تر امر لاندې دي او یواځې د دولت په چوکاټ کې ځوابگویه دي.

جمهور رئیس غني وویل "وروستی خبرداری مې دی. غیرمسؤلو وسله والو! راشئ یا د دولت په چوکاټ کې له خلکو دفاع وکړئ، یا به مو په وړاندې قوه وکارول شي... زمونږ هدف، د زورواکي دولت بدلول په خدمتگار او ځواب گویه دولت دي."

کندز ته د افغانستان د جمهور رئیس سفر په داسې حال کې کیږي چې شاو خوا دوه د،ه میاشتې دمخه ددې ولایت مرکز د څو ورځو لپاره د طالبانو تر ولکې لاندې و. د دولت له لورې خپلواک موظف هیات ددې ولایت د یو شمیر امنیتي منسوبینو غفلت د کندز د ښار د سقوط دلیل گڼلی دی.

جمهور رئیس غني د هغه سفر په ترڅ کې چې نن یې کندز کړی د یو شمیر امنیتي مقاماتو د گوښه کیدو خبر هم ورکړ چې د هغوی غفلت د کندز د ښار د له لاسه تللو سبب شوی و. هغه زیاته کړه چې په وظیفه کې په بې غورۍ باندې تورن منسوبین به د نظامي اوصولو سره سم عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.

ښاغلي غني د یو شمیر زورواکو کړنو ته په اشاره وویل چې هیڅوک له خلکو څخه د جزیې اخیستلو او د عشر د راټولولو حق نه لري.

جمهور رئیس په دې سفر کې چې د هغه میرمن رولا غني ورسره مل وه د دریمه درجه دریو نویو ولسوالیو د جوړیدل منظور کړل. دغه درې ولسوالۍ کلباد، گل تیپه او اقتاش نومیږي.

کندز ته ګومارل شوي پلاوي د نفوس، جغرافیایي پراختیا، د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې او په یاد ولایت کې د امنیت د ښه والي په تناسب د اداري واحدونو د کمبود د رفعه کولو په موخه جمهور رئیس ته ددغو دریو ولسوالیو د رامنځ ته کیدو وړاندیز کړی و.

XS
SM
MD
LG