د لاس رسي وړ اتصالات

مودي: یوملیارد او دوسوه پنځوس زره هندیان د افغانانو څنګ کې دي


د ستوري ماڼۍ د ولسمشر غني له خوا په کابل او د هند د صدراعطم له خوا په نوي دهلي کې یوې دکمې ته د فشار په ورکولوسره پرانیستل شوه.
د ستوري ماڼۍ د ولسمشر غني له خوا په کابل او د هند د صدراعطم له خوا په نوي دهلي کې یوې دکمې ته د فشار په ورکولوسره پرانیستل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ د بیارغونې وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي له خوا په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د هند صدراعظم د ستوري د ماڼۍ د پرانیستلو په مراسمو کې له نوي ډهلي څخه د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.

جمهوررئیس محمد اشرف غني غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان او هند اړیکې په دغه ځای کې پای ته نه رسیږي.

هغه وویل دواړه هیوادونه دې ته چمتو دي، چې په خپل ټول توان سره د خپلو اولسونو د هوساینې او پر وحشت او افراطیت باندې د برلاسي ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

ولسمشر غني وویل " د سولې او خیرغوښتنې منطق به پرجنګ او شرارت غوښتنې او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ منطق به په ترور او زورزیاتې بریالی شي. نن یوازې د دوو هیوادونود ولسونو بریالیتوب نه دی، برسیره پرهغې پر دښمنۍد دوستۍ بریالیتوب، د کار پرماتولو د همکارۍ بریالیتوب، پر ورانکارۍ د جوړولواو رغونې بریالیتوب او پر لنډ پاریتوب باندې د لرې لید بریالیتوب دی ".

د هند صدراعظم نریندرا مودي وویل، د افغانستان د سوکالۍ، امنیت او د بیارغونې په برخه کې او له ګواښونو سره په مبارزه کې د هند ۱.۲۵ ملیارده نفوس ټول د افغانستان په څنګ کې ولاړ دی.

د هند صدراعظم چې له نوي ډهلي نه په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت د ستوري د قصر د پرانستلو مراسمو ته د ويدیو کنفرانس له لارې په وینا کې وویل، چې هیواد یې په دې سخت غمجن دی، چې افغانستان تل د بهرنیو کړیو په ملاتړ د یو شمېر عناصرو له خوا د ناامنیواو ګواښونو سره مخ دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي دا ويناء پداسې حال کې کوله، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو په وزرت د هغه وین اورېدله، مودي وویل" ستاسې د هیواد د ابادۍ، امنیت، سولې او ټولنې ته د نیکمرغۍ په لار کې د هند ۱.۲۵ ملیارده وګړي به تل ستاسې په خوا کې وي".

نریندرا مودي هند او افغانستان نېږدي او ملګري هیوادونه یاد کړل.

د بهرنیو چارو د وزارت د ستوري ماڼۍد هند په مرسته بیا ورغول شو، دا ماڼۍ چې د افغانستان د ډيپلوماسۍ لومړنی ماڼۍ بلل کیږي، په تېرو لسیزو کې څه نا څه خرابه شوې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني پدغو مراسمو کې د هند او افغانستان د دوستۍ یادونه وکړه وې ویل چې هند د افغانستان په بیارغونه کې پراخه ونډه اخیستي او دا دامعنی ورکوي، چې هند افغانستان یوازې په ستونزو کې نه پرېږدي.
ولسمشر غني وویل چې ژر به د دارالامان ماڼۍ هم له جوړولو وروسته پرانیزي.

د ستوري قصر د بهرنیو چارو د وزارت په انګړ کې یوه ودانۍ ده، چې د غازي امان الله خان په دوره کې جوړه شوې ده.

دا ودانۍ د هند په ماليي ملاتړ د اغا خان بنسټ لخوا بیرته رغول شوې ده.

د هند حکومت د دغې ودانۍ په بیا رغونه ۵.۷ میلیونه امریکایي ډالره مصرف کړي دي.

XS
SM
MD
LG