د لاس رسي وړ اتصالات

عاطف مشعل لېرې او عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ مشر شو

جمهور رئیس غني د کرکټ بورډ لپاره نوی مشر په داسې حال کې ټاکلی، چې د افغانستان ملي ټیم په اماراتو کې په مسابقو بوخت دي
جمهور رئیس غني د کرکټ بورډ لپاره نوی مشر په داسې حال کې ټاکلی، چې د افغانستان ملي ټیم په اماراتو کې په مسابقو بوخت دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یو حکم کې د افغانستان د کرکټ بورډ اوسنی مرستیال عزیز الله فضلي د دغه بورډ نوی رئیس ټاکلی.

ارګ په یوه اعلامیه کې، چې د چهارشنبې په ورځ (۲۸ مه) خپره شوې ویلي چې عزیز الله فضلي به د دغه بورډ د پخواني رئیس شکر الله عاطف مشعل پر ځای د بورډ غړی او رئیس وي.

عاطف مشعل شاوخوا دوه کاله د کرکټ بورډ د ريس په توګه دنده ترسره کړه.

د نوموړي پر ځای په داسې وخت د کرکټ بورډ لپاره نوی رئیس ټاکل کیږي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو پر دغه بورډ دتوپیري چلند تورونه پوري کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو نورعلي ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ څو ورځې وړاندې وروسته له هغه چې د افغانستان غوره لیګ په بولیو کې وانخیستل شول پر کرکټ بورډ تورونه پورې کړل چې ګواکې له دوی سره توپیري چلند کیږي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ دا ادعاوې ردوي او وايي چې په اې پي ایل کې د لوبغاړو اخیستل د دوی نه بلکې د لوبډلو د څښتنانو صلاحیت دی.

د افغانستان غوره لیګ چې د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر پنځمه به په متحده عربي اماراتو کې پېل شي، پنځه لوبډلې لري او د بهرنیو لوبغاړو تر څنګ ۹۰ افغان لوبغاړي په کې بولۍ ته وړاندې شوې ول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو او کرکټ بورډ تر منځ ناندرۍ کومه نوې خبره نه ده. د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام په سیالیو کې لوبیږي.

افغانستان د تېرې دوشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې د اسیا جام پنځه ځلې ګټونکي سریلانکا ته ماته ورکړه، او د دې سیالیو دویم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

افغانستان سبا د پنجشنبې په ورځ له بنګلادېش سره خپله دویمه لوبه لري. لا دقیقه معلومه نه ده چې ښاغلی مشعل ولې له دندې لېرې شو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG