د لاس رسي وړ اتصالات

جمهو رئیس غني له استرالیا څخه جاکارتا ته تللی


جمهوررئیس غني اندونیزیا ته د خپل سفر وړاندې استرالیا ته للی وو
جمهوررئیس غني اندونیزیا ته د خپل سفر وړاندې استرالیا ته للی وو

د افغانستان جمهوریت ریاست وايي، جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن د جهارشنبې په ورځ له استرالیا څخه د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته رسیدلی دی.

ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د پردناکوسوما حلیم بین المللي هوایي ډګر کې د جمهور رئیس غني هرکلي ته د اندونیزیا مېلمه پال وزیر، د جاکارتا والي، د ښار د پولیسو قوماندان، د جاکارتا ښار نظامي قوماندان، د اندونیزیا د جمهور رئیس امنیتي سکرتر، د حلیم نظامي هوایي ډګر قوماندان، په کابل کې د اندونیزیا سفیر، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیرې او یو شمېر افغان ډيپلوماتو ورغلي وو.

دارګ بیان وايی چې جمهور رئیس به اندونیزیا ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د اندونیزیا د جمهور رئیس، دجمهور رئیس مرستیال، د مشرانو جرګې رئیس، یو شمېر اندونیزیایي سوداګرو او استقلال جومات څخه د لیدنې پرمهال د اسلامي مرکزونو مشرانو سره په جلا کتنو کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او هر اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي.

په پام کې ده، چې د جمهور رئیس غني او د اندونیزیا د جمهور رئیس په حضور کې به د دواړو هېوادونو مقامات د معارف، کرنې، احصایې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړي.

اندونیزیا ته له سفر وړاندې جمهوررئیس غني د استرالیا د صدراعظم په بلنه کانبیرا ته رسمي سفر تللی وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې استرالیا ته د جمهوررئیس سفر هدف په اړه

ښاغلي مینه پال وویل " استرالیا ته سفر ډیرې لاس ته راوړنو سره مل وو، د اسټرالیایي چارواکو سره کتنې شوي دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شوي، استرالیا افغانستان ته د درې سوو شل میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی، همدارنګه د استرالیاوي چارواکو او متخصیصینو سره د اقتصادي فرصتونو خبرې شوي دا د لاس ته راوړنو ډک سفر وو".

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهوررئیس غني به له اندونیزیا څخه د پنجشنبې په ورځ سنګاپورته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG