د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وسله‌وال مخالفین بین‌الافغاني خبرو ته راوبلل


د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ سږکال د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې ولمانځل شوه.
د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ سږکال د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې ولمانځل شوه.

افغان دولت د یکشنبې په ورځ د ارګ په سلام‌خانې ماڼۍ کې د دولتي چارواکو او دیني عالمانو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ ولمانځله.

په دغو مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له وسله‌والو مخالفینو څخه وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي.

ولسمشر غني وویل "زه په دې مبارکه ورځ یو ځل بیا ټول مخالفان بین‌الافغاني مذاکراتو ته رابولم او دا ورته وایم چې خپل خیر یې، د ملت خیر او د مسلمانانو خیر په دې کې نه دی چې وطنونه مو کنډواله شي او خلک مو در په دره او نورو ته محتاجه پاتې شي، بلکې برعکس زموږ ټولو خیر د رسول‌الله مبارک د لارې یعنې د سولې، د رحم او د اخوت د لارې په پیروي کې ده".

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د اسلام د پیغمبر (ص) د لارویانو په توګه په سولې او ورورولۍ کې د ټولو خیر دی.

ولسمشر غني وویل، کله یې چې په يو امریکایي پوهنتون کې د استادۍ دنده په غاړه اخیستله له هغې مخکې یې یو کال په پاکستاني مدرسو کې د سیرت‌ النبي په هکله زدکړې کړې دي.

ولسمشر غني له دیني عالمانو څخه وغوښتل، چې د دیني ارشاداتو او د نبوي سیرت په بیانولو سره حقایق روښانه کړي او هغو کسانو ته نصیحت وکړي، چې غولول شوي او په جګړې بوخت دي.

دغه راز د افغانستان د سولې عالي شورا د 'مولود شریف' په مناسبت د دولت له وسله‌والو مخالفینو څخه غوښتي، چې له وسله‌والې جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتنې د بین‌الافغاني خبرو له لارې د سولې پر میز مطرح کړي.

د سولې عالي شورا په یوې اعلامیې کې د دغې شورا مشر سیداحمد ګیلاني ویلي "یو ځل بیا له ټولو وسله‌والو مخالفینو غواړو چې د افغانستان د خلکو سوله ایزې بلنې ته، چې د قرآني او نبوي لارښوونو مظهر او پلی کوونکی دی، لبیک ووایي او پرېنږدي افغان مسلمان او ځوریدلی ولس لا زیات درد او کړاو وګالي".

د افغانستان اجرائیه ریاست هم د اسلام د پیغمبر (ص) د زوکړې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې افراطیت او تاوتریخوالی د اسلام ضد عمل بللی او ویلي یې دي، افراطي ډلو له دین څخه ناسم تفسیر اخیستی دی.

د اسلام د پیغمبر (ص) د زوکړې ورځ هر کال په افغانستان کې لمانځل کیږي، خو دا ځل دغه ورځ له شاوخوا پنځو لسیزو وروسته په ارګ ماڼۍ کې ولمانځل شوه.

دا ورځ هرکال په افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

XS
SM
MD
LG